ایران د غزې په المعمداني روغتون باندې د اسرائیلو برید غندلی
(last modified Mon, 14 Apr 2025 01:36:55 GMT )
Apr 14, 2025 06:06 Asia/Kabul
  • ایران د غزې په المعمداني روغتون باندې د اسرائیلو برید غندلی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقائي د غزې په المعمداني روغتون باندې د اسرائیلو وروستی برید غندلی او د ملګرو ملتونو، روغتیا نړیوال سازمان او سره صلیب نړیوالې کمېټې څخه یې د جدي غبرګون غوښتنه کړې.

هغه د غزې او لوېدیځې غاړې د خلکو پر وړاندې د اسرائیلو د نسل وژنې او شکنجې دوام او د دې رژیم د ملاتړو، په ځانګړې توګه امریکا، بریتانیا او جرمني مسوولیت یې یاد کړ او د جنایتکارانو د سزا پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

بقائي ټینګار وکړ: که نړیواله ټولنه او نړیوالې معتبرې ادارې، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د روغتیا نړیوال سازمان او د سره صلیب نړیواله کمېټه، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۱۷ د اسرائیلو رژیم د المعمداني روغتون پر وړاندې د جنایتکارانه برید په وړاندې اغېزمن غبرګون ښودلی وای، نن به مو د دې غمیزې تکرار نه وای لیدلی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د غزې په روغتونونو او روغتیايي مرکزونو باندې د اسرائیلو رژیم د هدفي بریدونو او په تېرو ۱۸ میاشتو کې د سلګونو فلسطیني ډاکټرانو، نرسانو او مرسته رسونکو د وژنې یادونه وکړه او زیاته یې کړه: د اشغال شوي فلسطین د روغتیايي زیربناوو پر وړاندې بریدونه نه یوازې د ۱۹۴۹ کال د جینوا کنوانسیونونو او د بشري حقونو نړیوالو قوانینو څرګنده سرغړونه ده، بلکې د فلسطین د نسل وژنې او له منځه وړلو د پلان یوه برخه ده.

هغه ټینګار وکړ، ټول  په ځانګړې توګه اسلامي دولتونه، مکلف دي چې د دې جنایتونو د مخنیوي او د اشغالګر رژیم د جنایتکارو چارواکو د محاکمې او سزا ورکولو لپاره اړین اقدامات وکړي.