بقايي: په ورته وخت کښې مو مذاکرات او ګواښونه نه دي منلې
(last modified Mon, 14 Apr 2025 08:42:52 GMT )
Apr 14, 2025 13:12 Asia/Kabul
  • بقايي: په ورته وخت کښې مو مذاکرات او ګواښونه نه دي منلې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: " نشو کولی چې په یو وخت هم د  خبرو اترو ادعا وشي او هم ورسره  د فشار، بندیزونو او ګواښونو پالیسي ته دوام ورکړې شي. دا چلند بیخي د منلو وړ نه دی، او مونږ خپل دریځونه هم په واضح ډول بیان کړي دي."

د تسنیم خبري اژانس د خبریال په وینا، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقاي د رسنیو له خبریالانو سره په اونیز خبري کنفرانس کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

بقایي د تېرې اونۍ د ډیپلوماټیکو فعالیتونو او په سیمه کې د بدلونونو په اړه، وویل: "په سیمه ییزه کچه، له بده مرغه، موږ په غزه کې د نسل وژنې او په لویدیځه غاړه کې د جرمونو شاهدان وو. په عمل کې، هغه اوربند چې ادعا کېده تضمین لري، له پامه غورځول کیږي، او صهیونیسټي رژیم په دوامداره توګه د فلسطین پر خلکو، ډاکټرانو، نرسانو او روغتونونو بریدونه کوي.

له بده مرغه د المعمداني روغتون یو ځل بیا په نښه شو، چې دا په غزه کې د روانې نسل وژنې یوه برخه ده. په لبنان کې هم اوربند مات شوی دی. په یمن باندې بریدونه بیا پیل شوي، او مونږ دا ټول غندلي دي.