ایران د نړۍ د لویو معدنی زیرمو څښتن هیواد
(last modified Mon, 14 Apr 2025 10:52:52 GMT )
Apr 14, 2025 15:22 Asia/Kabul
  • ایران د نړۍ د لویو معدنی زیرمو څښتن هیواد

 پارس تودی- د تهران د سوداګرۍ خونې غړی وویل: ایران د نړۍ ۷ سلنه معدني زیرمې لري او د نړۍ په کچه د زینک، سرب او مس تر ټولو زیاتې زیرمې لري.

د یک شنبې په ورځ د تهران د سوداګرۍ، صنعت، معادن او زراعت خونې غړي«مرتضی فغانی»  وویل: د ایران معدني زیرمې اوس مهال د نړۍ د ټولو معدني منابعو ۷ سلنه ارزښت لري او هر ډالر چې په معدني برخه کې پانګونه وشي، د ایران لپاره ۸.۲ ډالر عاید راوړي.

د پارس تودی راپور له مخې، فغانی وویل چې ایران اوس مهال د نړۍ د معدني هېوادونو دوولسم مقام خپل کړی، او ایران د نړۍ د معدني په تولیداتو کې ۳ سلنه برخه خپله کړې ده او چي د نړۍ په کچه د معدني زیرمو ۱۵ سلنې په ځان کې لري. همدارنګه، ایران په اوسني وخت کې د اوسپنې او فولادو په برخه کې د ۷.۱ سلنې ونډې سره د نړۍ د اوسپنې د زیرمو په لړ کې اووم مقام لري.

د خواف- هرات د ریل پټلۍ پراختیا څېړنه

بل خبر دا دی چې د ایران یوه لوړپوړې هیئت د یکشنبې په ورځ د ترانزیت ظرفیتونو د څېړنې په ځانګړې توګه د خواف- هرات د ریل پټلۍ پراختیا او د ترانسپورتي او عمراني ملګرتیاو، د سوداګرۍ پراختیا او د ترانزیت خنډونو د لرې کولو په هدف افغانستان ته سفر وکړ. د دې هیئت یوه بله موخه د خواف- هرات د ریل پټلۍ او د ماهی رود- فراه محور د ستونزو او ظرفیتونو څېړنه ده.

د ایران د لویو لارو او ښاري جوړونې مرستیال وزیر عبدالله ارجائی ، د دې سفر د موخو په تشریح کې وویل: د قانون له مخې باید د ایران څخه ترانزیت ۴۰ میلیونه ټنه په کال کې زیات شي او دا چاره د ګاونډیو سره د همږغی او د ختیځ- لویدیځ او شمال- جنوب کریدورونو د بشپړولو پرته ممکنه نه ده.

 ارجائی زیاته کړه: افغانستان له اروپا سره اړیکو او آزادو اوبو ته د رسېدو لپاره لارې ته ضرورت لري او د ایران اسلامي جمهوریت کولی شي د دې فرصت په کارولو سره دواړو لورو ته مناسب عایدات رامنځته کړي.