د ایران ۸۰ فیصده فضايي پروژې اقتصادي دي
د ایران د فضايي څیړنځي مشر وویل: د ایران د فضايي فعالیتونو یوازې له ۱۰ نه تر ۲۰ فیصدو پورې برخه حاکمیتي اړخ لري او ستره برخه یې اقتصادي او غیرپوځي ده چې د خلکو په ژوند به نیغ په نیغه اغیزه وکړي.
ډاکټر وحید یزدانیان نن په یوې خبرې غونډې کښې د دغه څیړنیز مرکز کلي سیاست د فضايي فعالیتونو او لاسته راوړنو شفاف سازي وبلله او ویې ویل: له دې مخکښې د سپوږمکیو او فضا موضوع زیاتره تر بندونو ورونو شاته په محرمانه توګه څیړل کیدله او رسنۍ او عامه افکار یې له جزئیاتو ډیر نه خبریدل.
هغه زیاته کړه: اوس غواړو چې دا فعالیتونه د شیشې د کوټې په شان په یو شفاف ماحول کښې اجرا کړو.
هغه ټینګار وکړ چې د فضايي پروګرام یوازې تر ۲۰ فیصدو برخه حاکمیتي اړخ لري او زیاتره برخه یې غیرپوځي او اقتصادي ده چې د خلکو په ژوند به نیغ په نیغه اغیزه ولري او دا اقدامات بیخي صلحه ایز دي.