د امریکایانو ضد ونقیض دریځونه د جدیت او ښه نیت نشتوالی ښئي
پارس تودي - د امریکا د ولسمشر د منځنئ آسیا استازي او له ایران سره د خبرو اترو د پلاوي مشراسټیو ویتکاف متضاد دریځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند «اسماعیل بقائي» غبرګون راوپاراوه.
پارس ټودي د ایرنا له قوله راپور ورکړی، په تیرو څو ساعتونو کې د ویتکاف نوي دریځ له ایران سره د غیر مستقیمو خبرو اترو په اړه کابو ۱۸۰ درجې بدلون ښودلی. په داسې حال کې چې هغه په تیرو ورځو کې او د عمان په خبرو کې او وروسته د ایران د یورانیمو د پخولو د پروګرام د دوام او یوازې د ایټمي موضوع په اړه د خبرو پر دوام ټینګار کړی ؤ ، ناڅاپه ئې په ایکس ټولنیز چینل کې یو پوسټ خپور کړ او د ایران د ایټمي پروګرام او ځینو پوځي صنعتونو د له مینځه وړلو په اړه یې خبرې وکړې، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له غبرګون سره مخ شو.
د ایران د خارجه وزارت ویندوی د ویتکاف څرګندونې یوه بنسټیزه تېروتنه وبلله او وئيلي ئې دي چې دا څرګندونې به خامخا د امریکایانو د ښه نیت او جدیت د نشتوالي نښې په توګه وګڼل شي. بقائي د امریکا دننه د هغو سر زورو په اړه چې غواړي د خپلې ارادې پر نورو د تپلو لپاره د خبرو اترو د خرابولو هڅه وکړي خبرداری ورکړ او زیاته ئې کړه چې د دغو افراطي لیدونو او چلندونو څخه رامنځته شوې تېروتنې کیدای شي د خبرو اترو نوي لاره خرابه کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه لیکلي: «په فوټبال کې د ګول یا دروازې بدلول یوه بنسټیزه تېروتنه او بې انصافه حرکت دی. (داسې تېروتنه چې د امریکا ځینې سرزوري ، چې د بریا - بریا په تړون هنر نه پوهیږي، پر حکومت او مرکچیانو ئې تپي ) په دیپلوماسۍ کې دغه ډول تېروتنه کیدای شي یو ه نوي پیل شوې لاره، چې په سختۍ سره پر ې حرکت پیل شوي وي، ، له مینځه یوسي. دا ډول حرکت کیدای شي د جدیت او ښه نیت د نشتوالي په توګه وګڼل شي. باید د بدلون لپاره جدي اقدام وشي».
دا خبرداری د امریکا لوري ته په داسې حال کې دی چې داسې ښکاري،د امریکا ځینې چارواکي لا هم نه غواړي خپل دریځونه د واقعیتونو پر بنسټ جوړ کړي او ښايي لا هم پر افسانوي روایتونو ټینګار کوي. بې شکه، د امریکا لوری باید دا درک کړي چې اوس د دې وخت دی چې د ایران په اړه د ناسمو روایتونو له بیا تولیدولو او ورباندې له تکیې کولو څخه ډډه وکړي، ځکه چې کلونه کیږي په امریکا کې ناسمې انګیرنې او د ایران په اړه تخریبي انځورونو د منطقي قضاوت ځای نیولی او دا د دوي لخوا د موضوع د سمې پوهې لپاره د ناکامۍ لامل شوی. له همدې امله، په امریکا کې نوي مذاکره کوونکي چارواکي باید خپل سیاست د ساحوي واقعیتونو او د تیرو ناکامیو د درسونو پر ب اساس جوړ کړي ،څو د رغنده خبرو اترو د دوام لپاره ګډې ساحې برابرې شي. د بې باوره روایتونو پر ځای، د امریکا لوری باید د زیاتره غوښتنو پر ځای پر متقابلو ګټو تکیه وکړي او مثال په توګه، د سختو آزموینو او څارنو په بدل کې، د ایران پر ضد د لګول شویو بندیزونو د اغیزو د لیرې کولو هڅه وکړي؛ څو د متقابلو ګټو د تامین له لارې، په خبرو اترو کې د پام وړ پرمختګ ترلاسه شي.