د ایران د ملي امنيت عالي شورا سکرتر برازيل ته ورسید.
Apr 30, 2025 09:59 Asia/Kabul
پارس ټودي - د ایران د ملي امنيت عالي شورا سکرتر علي اکبر احمديان د بريکس په غونډه کې د ګډون لپاره د چهارشنبې په ورځ برازيل ته ورسېد.
برازيل په ۲۰۲۵ کال کې د بريکس د دورې رياست پر غاړه لري او د دې مهم نړيوال سازمان اړوند غونډې به د برازيل په کوربتوب ترسره شي.
د ایران د ملي امنيت عالي شورا سکرتر به په دې سفر کې دوهاړخيزې او څواړخيزې کتنې او خبرې وکړي، چې په ترڅ کې به د امنيتي، سياسي او اقتصادي همکاريو او د لويديځې اسيا د سيمې د وروستيو پرمختياوو په اړه نظرونه تبادله شي.
ټیګونه