ایراني انیمیشن فلم د جرمني د دوسلدورف نړیوال فلم فسټیوال ګټونکی
May 06, 2025 05:10 Asia/Kabul
پارس ټوډې - د"ګوران" په نوم ایراني انیمیشن فلم د جرمني په دوسلدورف نړیوال فلم فسټیوال کې د داورانو ځانګړې جایزه وګټله.
د دوسلدورف نړیوال فلم فسټیوال د ۲۰۲۵ کال د اپریل له ۲۳ څخه تر ۲۷ پورې په جرمني کې ترسره شو.
د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د عدنان زندي او فراز سید عباسي په ډایریکټرۍ جوړ شوی ایراني "ګوران" انیمیشن فلم په جرمني کې د دوسلدورف نړیوال فلم فسټیوال کې د داورانو ځانګړې جایزه وګټله.
د"ګوران" په نوم ایراني انیمیشن فلم د یوې هغه نجلۍ کیسه بیانوي چې په سرطان ناروغۍ اخته ده او طبیعت د هغې د درملنې لپاره د هغې مرستې ته راځي.
ټیګونه