د ایران او پاکستان چارواکو ټلیفوني خبري کړي
د ایران د ملي امنیت عالي شورا سکرتر د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، موږ به اجازه ورنه کړو چې د سیمې سوله د دښمنانو لوبې وي
پارس ټوډی - د ایران اسلامي جمهوریت د ملي امنیت عالي شورا سکرتر وایي، ایران او پاکستان، دواړه ګاونډي هېوادونه، د ګډو سرحدونو پر امنیت او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته ژمن دي او اجازه به ورنه کړي چې د سیمې د خلکو سوله د دښمنانو د لوبو قرباني شي.
د پارس ټوډی د راپور له مخې، د ایران د ملي امنیت عالي شورا سکرتر «علي اکبر احمدیان» د پاکستان د دولت د ملي امنیت سلاکار محمد عاصم ملک سره په ټلیفوني خبرو کې ټینګار وکړ: د دواړو هېوادونو سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکارۍ ځانګړی اهمیت لري او دواړه هېوادونه د دې همکارۍ د پراخولو لپاره هڅې کوي.
عاصم ملک په دې خبرو کې د ایران د مثبت رول څخه مننه وکړه او د تهران سره د سیاسي، امنیتي او ټولنیزو اړیکو د پراختیا لپاره د خپل هېواد چمتووالی اعلان کړ.