عراقچي: نړیوالې ټولنې ته د ایران پیغام بیخي روښانه دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i160374-عراقچي_نړیوالې_ټولنې_ته_د_ایران_پیغام_بیخي_روښانه_دی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر دې ټکي ته په اشارې سره چې نړیوالې ټولنې ته د ایران پيغام روښانه او څرګند دی، وویل: په لویدیځې آسیا کښې پایداره صلحه یوازې د سیمه ایزو لوبغاړو په توانمندولو سره راتلی شي.
(last modified 2025-05-21T04:39:21+00:00 )
May 21, 2025 09:06 Asia/Kabul
  • عراقچي: نړیوالې ټولنې ته د ایران پیغام بیخي روښانه دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دې ټکي ته په اشارې سره چې نړیوالې ټولنې ته د ایران پيغام روښانه او څرګند دی، وویل: په لویدیځې آسیا کښې پایداره صلحه یوازې د سیمه ایزو لوبغاړو په توانمندولو سره راتلی شي.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، سید عباس عراقچي «په لویدیځې آسیا کښې د پیوستون او د حاکمیت د ثبات په لور، د سیمې لپاره د یو حقیقت رامینځته کول» ترعنوان لاندې مقاله کښې چې د تهران د خبرواترو د ټولنې په تخصصي مجاله کښې چاپ شوه، ولیکل: لویدیځه آسیا د ژورې ناپایدارۍ له پړاوه تیریږي. دا سیممه د جیوپالیټک بې ثباتۍ، دوامدارې ناامنۍ او د مخ په خرابتیا انساني کړکیچونو له امله له یو پیچلي کړکیچ سره مخامخ ده.

د لسیزو نه حل شویو جګړو چې په بهرنیو لاسوهنو او د ژواک چاپیریال په زیانونو سره یې زور اخیستی، میلیونونه خلک بې ځایه کړي دي او روښانه افقونه یې تیاره کړي دي. د موسمي بدلونونو او د سرچینو د بد مدیریت په وجه د اوبو کمښت  په ډیرو هیوادونو کښې د ژوند بنیاد له ګواښ سره مخ کړی دی. په عین حال کښې د کډوالو زیاتیدونکی کړکیچ چې لامل یې جنګوه او اقتصادي مسائل دي، په سیمې باندې څوچنده دباو راوړی دی او د نړۍ په سویه یې انساني پایلې لرلې دي.

ښاغلي عراقچي همداشان لیکلي دي: د دې څرګندو ننګونو ترشا ژور تاریخي کړاونه او سیاسي مسئلې پټې دي. د حکومتونو ترمینځ اړیکې چې کلونه کلونه یې د بهرنیو تپل شویو روایتونو په سیوري کښې بڼه نیولې ده، پایدارو او ډله ایزو حل لارو ته د رسیدو لاره بنده کړې ده.