پزشکیان: صداقت او پاکي د خدمت د شهیدانو یوه څرګنده ځانګړنه وه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i160390-پزشکیان_صداقت_او_پاکي_د_خدمت_د_شهیدانو_یوه_څرګنده_ځانګړنه_وه
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې خبرې سره چې سلامت، صداقت، پاکي او سادګي د خدمت د شهیدانو څرګندنې ځانګړنې وې وویل: دغه ځانګړتیاوې د هغوي له څیرې، کردار او د ژوند له طریقې له ورایه ښکاریدې.
(last modified 2025-05-21T06:36:40+00:00 )
May 21, 2025 11:05 Asia/Kabul
  • پزشکیان: صداقت او پاکي د خدمت د شهیدانو یوه څرګنده ځانګړنه وه

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې خبرې سره چې سلامت، صداقت، پاکي او سادګي د خدمت د شهیدانو څرګندنې ځانګړنې وې وویل: دغه ځانګړتیاوې د هغوي له څیرې، کردار او د ژوند له طریقې له ورایه ښکاریدې.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان نن سهارپه اسلامي شورا(پارلیمان) کښې د خدمت د شهیدانو د درنښت په دستورو کښې، د خدمت د شهیدانو یادو ځانګړتیاو ته په اشارې سره وویل: کله چې مشهد ته لاړم او د شهید ولسمشر د مور لیدو ته ورغلم نو ومې لیدل چې د دوي مور په یوې عام سیمه کښې په یو ساده کور کښې اوسیږي، همداشان په تهران کښې د ولسمشر کور هم د یوې معمولي سیمې یو ساده کور و، نور شهید مسئولان هم چې لیدو ته یې لاړم، اکثره په سرکاري او ډیرو معمولي اپارتمانونو کښې اوسیدل.

ولسمشر همداشان د دښمنو رسنیو په فضاسازیو باندې په نیوکې سره هم وویل: په دښمنو او انقلاب ضده رسنیو کښې ځیني کسان هڅه کوي چې د ایران د نظام له مسئولانو یوه ناسمه څیره انځوره کړي حال دا چې حقیقت، بل څه دی.