د ایران سپاه پاسداران: دښمن ته به له تصور وتلې ځواب ورکړو
May 24, 2025 15:44 Asia/Kabul
پارس ټوډی - د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د شنبې په ورځ د ُخرمشهر د فتحې د کلیزې په مناسبت ټینګار کړی چې دوی د هر ډول دښمنانه اقدام په وړاندې د قاطع، پښیمانونکي او له تصور وتلي ځواب لپاره تیار دي.
سپاه پاسداران په یوه بیان کې اعلان کړی: شک نشته چې لکه څنګه چې د اسلامي ملاتړو او د ایران د ملت زامنو په تاریخي او الهام بخښونکي بیت المقدس عملیاتو کې ناممکنه ممکن کړل او د صدام بعثي رژیم او د هغه نړیوال او سیمه ییز ملاتړي ناکام کړل.
نوموړي ویلي: په اوسني حساس تاریخي حالاتو کې هم ایران او ایرانیان کولی شي په اقتصادي، کلتوري او امنیتي برخو کې د جهادي او انقلابي روحیې سره ناممکنه ممکن کړي او د هېواد د پرمختګ او عزت په لور د لوړو لاسته راوړنو لپاره لار هواره کړي.
ټیګونه