د اسرائیلو رژیم د غزې په بېلابېلو سیمو وحشیانه بریدونه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i160514-د_اسرائیلو_رژیم_د_غزې_په_بېلابېلو_سیمو_وحشیانه_بریدونه
پارس ټوډی- د اسرائیلو رژیم د جمعې په شپه او د شنبې په ورځ د جنګي الوتکو، ټانکونو او چاودیدونکو روباټونو په کارولو سره د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو د نسل وژنې او د دوی د زیربناوو او کورونو د ویجاړولو لړۍ ته دوام ورکړی دی.
(last modified 2025-05-24T11:02:28+00:00 )
May 24, 2025 15:30 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو رژیم د غزې په بېلابېلو سیمو وحشیانه بریدونه

پارس ټوډی- د اسرائیلو رژیم د جمعې په شپه او د شنبې په ورځ د جنګي الوتکو، ټانکونو او چاودیدونکو روباټونو په کارولو سره د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو د نسل وژنې او د دوی د زیربناوو او کورونو د ویجاړولو لړۍ ته دوام ورکړی دی.

د اسرائیلو رژیم توپخانې د غزې په مرکز کې د دیرالبلح ختیځ کې د ابوالعجین سیمه په نښه کړه.

همدارنګه، د اشغالګر رژیم پوځ د شنبې له سهاره د غزې بېلابېلې محاصره شوې سیمې د لسګونو هوایي، توپخانې او ډرون بریدونو هدف ګرځولی دی.

په شمال لویدیځ بیت لاهیا کې اشغالګرو صهیونیستانو څو کورونه په بشپړه توګه ویجاړ کړي او په خان یونس لویدیځ کې د الأمل په سیمه کې د یوې کورنۍ پر اپارتمان برید کې ۴ کسان شهیدان شوي او لسګونه نور ټپیان دي.