د اسلامي انقلاب معظم رهبر د پاکستان له لومړي وزیر سره په کتنه کې د اسرائیلو په خلاف د کارنده اقداماتو په ضرورت ټینګار وکړ
(last modified Tue, 27 May 2025 03:06:11 GMT )
May 27, 2025 07:36 Asia/Kabul
  • له رهبری ستر مقام سره د پاکستان د لومړي وزیر کتنه
    له رهبری ستر مقام سره د پاکستان د لومړي وزیر کتنه

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د پاکستان له لومړي وزير «شهباز شريف» او ورسره مل پلاوي سره په ليدنه کې، په اسلامي نړۍ کې د پاکستان ځانګړي ځای ته په اشارې سره، په غزې کې د صهیونیستي رژیم د جنایاتو د بندولو لپاره د ايران او پاکستان ترمنځ د ګډو او اغېزناکو فعاليتونو د ترسره کولو پر اړتيا ټينګار وکړ،

حضرت آيت‌ آلله العظمی سید علی خامنه‌اي، د اسلامي انقلاب معظم رهبر، نن مازيګر د پاکستان له لومړي وزير «شهباز شريف» او ورسره مل پلاوي سره په ليدنه کې، د پاکستان او هندوستان ترمنځ د جګړې د پاى ته رسېدو له امله خوښي وښوده او هيله يې څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو اختلافات به حل او فصل شي.هغوی د فلسطين په قضيه کې د پاکستان د تېرو کلونو ډېره ښه او قوي دريځ ته اشاره وکړه او ويې ويل: په داسې حال کې چې په وروستيو کلونو کې همېشه د اسلامي هېوادونو او صهيونيستي رژيم ترمنځ د اړيکو د ټينګولو هڅې شوې، پاکستان هېڅکله د دغو وسوسو تر اغېز لاندې نه‌دی راغلی.

حضرت آيت‌الله العظمی سید علی خامنه‌اي د اسلامي امت  پراخو ظرفيتونو ته د اشارې په ترڅ کې چې کولای شي په نني نړۍ کې د زيات اقتدار لامل شي، وويل: په داسې حال کې چې د نړۍ جنګ غواړي عناصر ډېرې هڅې کوي ترڅو نفاق او جګړې رامنځته کړي، يوازې د اسلامي هېوادونو ترمنځ اتحاد او د دغو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پياوړتيا د اسلامي امت امنيت تضمينولی شي. هغوی د فلسطين موضوع د اسلامي نړۍ لومړۍ مسئله وبلله او د غزې ناوړه حالاتو ته په اشارې سره څرګنده کړه: د غزې وضعيت دومره خراب شوی چې د اروپا او امريکا عادي خلک هم مظاهرې کوي او خپلو حکومتونو ته اعتراض څرګندوي، خو له بده مرغه، په همدې شرايطو کې ځينې اسلامي دولتونه د صهيونيستي رژيم ترڅنګ ولاړ دي.