د ایران ولسمشر عمان ته لاړ
(last modified Tue, 27 May 2025 11:10:47 GMT )
May 27, 2025 15:40 Asia/Kabul
  • د ایران ولسمشر عمان ته لاړ

د ایران ولسمشر نن غرمه د عمان د پاچا په رسمي بلنه د دې هېواد پلازمېنې مسقط ته روان شو.

مسعود پزشکیان له سفر مخکې په خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او ژورولو ټینګار وکړ او ویې ویل: د عمان د سفر موخه د ګاونډیو هېوادونو سره د غوره او پراخو اړیکو ټینګول دي، او دا اړیکې ورځ تر ورځې پراخېږي.

پزشکیان وویل، ایران او عمان له دوو میلیاردو ډالرو څخه زیاته سوداګري لري.

د ایران ولسمشر همداراز وویل، په سیمه کې د سولې او ارامۍ پیاوړتیا او په غزه کې د روانو جنایتونو پر وړاندې مبارزه د دې سفر د تعقیب