پزشکیان: په مذاکراتو کښې د عمان د رغنده رول قدردانه یو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i160654-پزشکیان_په_مذاکراتو_کښې_د_عمان_د_رغنده_رول_قدردانه_یو
د ایران ولسمشر د عمان له باچا سره په ملاقات کښې وویل: په غیرمستقیمو خبرواترو کښې د عمان د فعال او رغنده رول قدرونه کوو.
(last modified 2025-05-27T22:15:38+00:00 )
May 28, 2025 02:43 Asia/Kabul
  • پزشکیان: په مذاکراتو کښې د عمان د رغنده رول قدردانه یو

د ایران ولسمشر د عمان له باچا سره په ملاقات کښې وویل: په غیرمستقیمو خبرواترو کښې د عمان د فعال او رغنده رول قدرونه کوو.

مسعود پزشکیان پرون مازیګر عمان ته د خپل رسمي سفر د پروګرامونو په لړ کښې، د عمان له سلطان «هیثم بن طارق» سره وکتل.

ولسمشر پزشکیان په دغه ملاقات کښې په ټولو برخو کښې له عمان سره د ملګرتیاو پراختیا ته د ایران د اسلامي جمهوریت په چمتووالي باندې په ټینګار سره څرګنده کړه: چمتو یو چې د مسلمانانو د عزت او عظمت لپاره تر خپله وسه کوشش وکړو. په مونږ کښې هر هیواد ځینې داسې وړتیاوې لري چې د یو بل او د سیمې د نورو ولسونو د سوکالتیا او پرمختګ لپاره یې کارولې شو، په داشان حالاتو کښې به هیڅ بهرنی قدرت وس ونه لري چې مسلمان ولسونه تر خپلې ولکې لاندې راولي.

ولسمشر د فلسطین له خلکو په ملاتړ کښې عمان له څرګندو دریځونو په قدرونې سره څرګنده کړه: د غزې د مسئلې او له مظلومانو د ملاتړ په هکله ستاسو د ښو دریځونو، د زړه له تله مننه کوم.

ولسمشر پزشکیان په دوام کښې، په مالي، علمي، روزنیزې، د ټیکنالوجۍ او په تیره بیا د طب په برخو کښې له عمان سره د ملګرتیا پراختیا ته د ایران په چمتووالي تاکید وکړ.

په دغې کتنې کښې د عمان باچا هیثم بن طارق هم د ایران د اسلامي جمهوریت د جګپوړي پلاوي د سفر په هرکلي سره وویل: ستاسو د ښو فرمایشاتو منندوی یم. د مذاکرې په برخه کښې هم مسقط ډیره جدي پيګیري کوي او د ایران بریا د سیمې بریا ګڼي.

د عمان سلطان همداشان د عمان د مینځګړي په رول باندې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د اعتماد او باور قدرونه وکړه.