قالیباف وینزویلا ته روان شو
د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان رییس د یو پارلماني پلاوي په مشرۍ وینزویلا ته روان شوی دی.
د تسنیم خبري اژانس د خبر له مخې، د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف د لاتینې امریکا دریو هیوادونو او د بریکس په سرمشریزه کې د ګډون لپاره له روانیدو مخکښې د تهران په مهرآباد هوایی ډګر کې په یوه وینا کې وویل: "مونږ لاتینې امریکې ته د یو دوره ای سفر لپاره چمتو یو، چې د دې هیواد د ملي شورا د رییس په بلنه به له وینزویلا څخه د اقتصادي، سیاسي او کلتوري مسئلو په برخه کې د اړیکو پراختیا لپاره پیلیږي."
د اسلامي شورا مشر د لاتینې امریکا ځانګړتیاوو ته په اشارې سره زیاته کړه: دا سیمه، چې له ۶۰۰ ملیون څخه ډیر نفوس لري، په نړیوال ډګر کې له ایران سره ښه همغږي لري او هغوي ټول یو اړخیزپالنه غندي او د څو اړخیزتوب ملاتړ کوي، کوم چې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت دی.
هغه د بریکس فورم په اړه یادونه وکړه: په بریکس کښې د نړۍ له ۴۹ سلنې څخه ډیر نفوس، ۳۹ سلنه نړیوال اقتصاد او د نړۍ شاوخوا ۲۴ سلنه سوداګري د بریکس په ټولګه کې ده.
د اسلامي شورا مشر زیاته کړه: دا ترټولو لوی سیاسي او اقتصادي فرصت دی، او د نړۍ مهم هیوادونه لکه چین، روسیه، هند او برازیل، چې د بریکس د یوولسم پړاو کوربه توب کوي، پدې فورم کې شتون لري، او د اسلامي جمهوریت پارلماني پلاوی به هم پدې سرمشریزه کې برخه واخلي، چې د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو لپاره یو ښه فرصت دی.