د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند:
امام خمینی ره د ایران د خپلواکی بنسټګر وو
د ایران د خارجه وزارت ویاند د اسلامي انقلاب د لوی بنسټګر امام خمینی د تلین د کلیزې په مناسبت د دې په بیانولو سره چي هغوی یوازې یو رهبر نه بلکې د ایران د خپلواکی بنسټګر او د ایرانیانو د عزت او کرامت اعلانوونکی و، وویل: د امام لاره دوام موندلې ده او اوس هم ډېر پېروکاران لري.
اسماعیل بقائي په خپل ایکس پاڼه کې ولیکل: د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام د بنسټګر امام خمینی ره د اسماني عروج د کلیزې درنښت کوو.
هغه زیاته کړه: امام خمینی ره موږ ته را وښودله چې د زړونو د راویښولو لپاره انقلابي جذبه او د لارې د دوام لپاره حکیمانه پوهه اړینه ده. هغه موږ ته هم په مقاومت کې د استقامت مثال وښود، او هم په تعامل کې د عقلانیت نمونه.
د ایران د خارجه وزارت ویاند ټینګار وکړ: د امام خمینی ره لاره لا هم له لارویانو ډکه ده، او یاد یې تر ابده ژوندی دی.»