ملګري ملتونه: زلزله‌ځپلي له ناوړه معیشتي وضعیت سره مخامخ دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i165060-ملګري_ملتونه_زلزله_ځپلي_له_ناوړه_معیشتي_وضعیت_سره_مخامخ_دي
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) اعلان کړی چې د افغانستان په ختیځ کې له وروستیو مرګونو زلزلو وروسته ګڼې کورنۍ د ځاني زیان ترڅنګ له ډېرو مالي زیانونو سره مخ شوې دي.
(last modified 2025-09-25T09:00:03+00:00 )
Sep 25, 2025 13:26 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه: زلزله‌ځپلي له ناوړه معیشتي وضعیت سره  مخامخ دي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) اعلان کړی چې د افغانستان په ختیځ کې له وروستیو مرګونو زلزلو وروسته ګڼې کورنۍ د ځاني زیان ترڅنګ له ډېرو مالي زیانونو سره مخ شوې دي.

نوموړي بنسټ په اېکس کې لیکلي چې اوسمهال زلزله‌ځپلي له ناوړه معیشتي وضعیت سره لاس او ګریوان دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي چې د زلزله‌ځپلو کورنیو کورونه ویجاړ شوي او اوس د سرپناه او خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.

نوموړي بنسټ ټينګار کړی چې هڅه کوي د بېړنیو مرستو او بیارغونې پروګرامونو له لارې د کورنیو لاسنیوی وکړي، څو بېرته خپل ژوند جوړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې د افغانستان په ختیځ د زلزله‌ځپلو سیمو د لاسنیوي په موخه غواړي شپږ میاشتنی پروګرام پلی کړي چې ۲۱.۶ میلیونه ډالر لګښت لري.