نن پاکستان او بنګه دېش لوبه لري
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i165058-نن_پاکستان_او_بنګه_دېش_لوبه_لري
د اسیا جام سیالیو په لړ کې، نننۍ لوبه د دواړو لوبډلو لپاره خورا مهمه ده، ځکه ګټونکې لوبډله به د اسیا جام پایلوبې ته لاره پیدا کوي.
(last modified 2025-09-25T08:55:14+00:00 )
Sep 25, 2025 13:12 Asia/Kabul
  • نن پاکستان او بنګه دېش لوبه لري

د اسیا جام سیالیو په لړ کې، نننۍ لوبه د دواړو لوبډلو لپاره خورا مهمه ده، ځکه ګټونکې لوبډله به د اسیا جام پایلوبې ته لاره پیدا کوي.

د اسیا جام شل‌ سیالیو په لړ کې نن او سبا برخلیک ټاکونکې لوبې کېدونکې دي.

نن ماښام بنګله دېش او پاکستان د دویم پړاو په خورا مهمې لوبې کې د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

که دغه لوبه بنګله دېش او یا هم پاکستان وګټي، نو بل پړاو (پایلوبې) ته به لاره پیدا کړي.

تېره شپه بنګله دېش د هند پر وړاندې ماته وخوړه، او دا یې وروستی چانس دی چې بل پړاو ته لاره پیدا کړي.

Image Caption

 

د اسیا جام سیالیو په لړ کې، نننۍ لوبه د دواړو لوبډلو لپاره خورا مهمه ده، ځکه ګټونکې لوبډله به د اسیا جام پایلوبې ته لاره پیدا کوي.

د ۲۰۵ کال اسیا جام سیالۍ د اماراتو په کوربه‌توب د روانې سپټمبر میاشتې ۹مه په اماراتو کې د اتو لوبډلو په ګډون پیل شوي او د همدې میاشتې په ۲۸مه به دوام وکړي.