د اسرائیلو ایټمي اسناد به ډیر زر خپاره کړو
د ایران د اطلاعاتو وزیر د اسرائیلو سټراټیجکو معلوماتو ته د ایران لاسرسۍ ته په اشارې سره وویل: څومره چې دا اسناد مهم دي، د انتقال طریقه یې هم مهمه ده، د انتقال طریقې به یې خوندي پاتې شي او دومره زر نه خپریږي خو اسناد به ډیر زر خپاره شي.
حجتالاسلام سید اسماعیل خطیب وویل: مونږ داسې پراخ هراړخیز او پیچلي عملیات پلان کړل چې اول د نفوذ، د منابعو په جذبولو، سرچینو ته د لاسرسۍ او د هغو په زیاتولو سره پیل شول او دا امکان برابر شو چې نن د خدای تهالی په فضل، دا مهم اطلاعات ترلاسه شول.
ښاغلي خطیب همداشان وویل چې بشپړ ایټمي اسناد ترلاسه شوي او منتقل شوي دي او له دې نه علاوه له امریکې، اروپا او نورو هیوادونو سره د اسرائيلو د اړیکو په هکله هم ځیني اسناد او داسې اطلاعاتي اسناد ترلاسه شوي چې د هیواد د دفاع د پياوړتیا لامل کیږي.