نجفي: د ایران خلاف پریکړه لیک ته به سخت غبرګون وښایو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i161228-نجفي_د_ایران_خلاف_پریکړه_لیک_ته_به_سخت_غبرګون_وښایو
د ایټمي انرجۍ په نړیوال آژانس کښې د ایران استازي د واکمنې شورا د پرونۍ غونډې په هکله وویل: کومې ادعاوې چې په دې غونډې کښې وشوې، ډیرې پخوانۍ دي  او په هکله یې د آژانس رپورټ هم خپور شوی دی.
(last modified 2025-06-09T23:40:29+00:00 )
Jun 10, 2025 04:07 Asia/Kabul
  • نجفي: د ایران خلاف پریکړه لیک ته به سخت غبرګون وښایو

د ایټمي انرجۍ په نړیوال آژانس کښې د ایران استازي د واکمنې شورا د پرونۍ غونډې په هکله وویل: کومې ادعاوې چې په دې غونډې کښې وشوې، ډیرې پخوانۍ دي  او په هکله یې د آژانس رپورټ هم خپور شوی دی.

رضا نجفي زیاته کړه: د واکمنې شورا په پرونۍ غونډې کښې عمومي منشي په ابتدايي وینا کښې د ایران موضوع ته اشاره وکړه. البته د ایران او امریکې ترمینځ مذاکراتو ته یې هیله څرګنده کړه. کومې ادعاې هم چې مطرح شوې، د تیرو کلونو اړونده دي او د دغو ادعاو په اړه د آژانس رپورټ خپور شوی دی.

هغه زیاته کړه: دا ډیره عجیبه ده چې ویل کیږي ایران ملګرتیا نه کوي، حال دا چې ایران د نړۍ یوازې ۳ فیصده ایټمي تاسیسات لري خو په ایران کښې د آژانس د تصدیق د اقداماتو اندازه ۲۲ فیصده ده. د ایران د ایټمي فعالیتونو د ازموینې او تصدیق په لړ کښې هر کال کابو ۲۲ میلیون ډالر لګول کیږي.

نجفي زیاته کړه: آژآنس په ۲۰۲۴ کال کښې ۲۳۴ ورځې تلاشۍ درلودې چې که دا ورځې په کاري ورځو وویشل شي نو وینو چې تقریباً هره ورځ د آژانس ۴۰ مفتشان د ایران په ایټمي تاسیساتو کښې موجود وو.