د ایران ځواکونو د اسرائیلو دوې ایف پینځه دیرش ډوله الوتکې غورځولي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران اسلامي جمهوریت پرون په خپل ځايي دفاعي سیسټم سره د اسرائیلو دوې(۲) ایف پینځه دیرش ډوله جنګي الوتکې نسکورې کړي دي.
دا په دنیا کښې لومړی ځل دی چې ایران د امریکا جوړې پرمختللي جنګي الوتکې په خپل ځايي توغندوي ضد سیسټم سره نسکورې کړي دي.
بل خبر دا چې نن سهار د ایران لخوا د وعده صادق ۳ په پوځي عملیاتو کښې د اسرائیلو په «رامات ګان» سیمه کښې نهه ودانۍ په کامل ډول تباه شوي دي.
دغه راز ګڼ شمیر توغندي د اسرائیلو په نواتیم هوايي اډې او نورو پوځي مرکزونو هم لګیدلي دي.
د اسرائیلو نیواکګر رژيم له خپلو ټیلي ويژن چینلونو څخه غوښتي دي چې د ایران په توغندوي حملو کښې د تباه شویو ودانیو ویډیوګانې او عکسونه مه خپروي.
د اسرائیلو ظالم او ماشوم وژونکي رژیم دغه راز په دغه رژیم کښې د خلکو اینټرنیټ هم غوڅ کړي دی چې خلک اینټرنیټ ته لاسرسی ونلري.
د ایران اسلامي جمهوریت ژمنه کړي ده چې اسرائیلو به داسې درس او سبق ورکړي چې ټول عمر بیا ایران ته د حملې ګواښ ونکړي.
بل خبر داچې ځینې راپورونه وايي چې د صهیونیسټ رژيم لومړي وزیر نتانیاهو له ځمکې لاندې یوه پناه ځای څخه د امریکا له ولسمشر ټرامپ سره ټیلي فوني خبرې کړي دي.
د اسرائیلو لومړي وزیر له پوځي چارواکو سره سلامشورې کړي دي.
د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو یو بزدل او ډارن کس دی او تل د ځمکې لاندې پناه ګاه کښې ژوند کوي.
د اسرائیلو لومړي وزیر ته ایران فوبیا ناروغۍ لګیدلي ده او هغه د ایران له نوم څخه زیات ویریږي.
دغه راز د انګلستان د سیاسي چارو شناند او د پارلمان پخواني غړي جارج ګالوې وویل چې ایران په اسرائیلو باندې یوازې په پوځي هدفونو بریدونه کړي دي او ایران په هیڅ روغتون او هستوګن ځایونو حملې نه دي کړي.