په ایران کې د موساد جاسوس اعدام شو
(last modified Mon, 16 Jun 2025 07:08:13 GMT )
Jun 16, 2025 11:38 Asia/Kabul
  • په ایران کې د موساد جاسوس اعدام شو

د اسراییلو د استخباراتي ادارې (موساد) سره تړلی جاسوس سماعیل فکري، چې په ایران کې یې د امنیتي معلوماتو راټولولو او تخریبي ماموریتونو ترسره کولو په هدف کار کوه، نن سهار له قضايي پروسې څخه د تیریدو او په لوړه سویه د پریکړې له تایید وروسته اعدام او پانسي شو.

د تسنیم خبري اژانس په لیکنه، دغه کس چې له صهیونیسټي رژیم سره د استخباراتي ملګرتیا او جاسوسۍ په کولو سره د ورانکارۍ او فساد في الارض په جرم نیول شوی و، د محکمې د بشپړې پروسې له تیرولو او د هیواد په ستره محکمه کښې یې د حکم له تاییدیدو وروسته نن سهار په دار وځړول شو.

د خدانظر زوی اسماعیل فکري د ۱۴۰۲ کال په لیندۍ میاشته کښې، په داسې حال کښې چې لایې هم د صهیونیسټي رژیم د جاسوسۍ له ادارې سره اړیکه درلوده، په یولړ پيچلو تخنیکي او اطلاعاتي عملیاتو کښې ونیوې شو.

د دوسیې د مستنداتو له مخې، هغه له موساد سره د خپلې همکارۍ په دوران کښې هڅه درلوده چې د پيسو په بدل کښې د هیواد حساس او پټ معلومات د ایران د اسلامي جمهوریت دښمنانو ته ورسوي.