بقايي: زموږ اټومي پروګرام په بشپړه توګه سوله ایز دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i161592-بقايي_زموږ_اټومي_پروګرام_په_بشپړه_توګه_سوله_ایز_دی
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: "حتی د اټومي آژانس نړیوال سازمان وروستي راپورونه د ایران د نه پابندۍ په اړه هیڅ اشاره نه لري، نو زموږ اټومي پروګرام په بشپړه توګه سوله ایز دی."  
(last modified 2025-06-25T05:34:15+00:00 )
Jun 25, 2025 10:01 Asia/Kabul
  • بقايي: زموږ اټومي پروګرام په بشپړه توګه سوله ایز دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: "حتی د اټومي آژانس نړیوال سازمان وروستي راپورونه د ایران د نه پابندۍ په اړه هیڅ اشاره نه لري، نو زموږ اټومي پروګرام په بشپړه توګه سوله ایز دی."  

 

جدي پوښتنه دا ده چې آیا نړیواله ټولنه به د دې ښکاره تیري لپاره خپل مسؤلیت په سمه توګه ترسره کړي. د ایران اټومي پروګرام تل د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې لخوا تر ټولو سختو تفتیشونو لاندې راغلی دی. مهرباني وکړئ د دې ادارې یوازې یو راپور وښایاست چې وايي د ایران اټومي پروګرام د اټومي وسلو د پراختیا په لور روان دی.

اصلي خبره دا ده چې ولې د اټومي انرژۍ نړیواله اداره او د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه غږ دا یرغل نه غندي، ځکه چې هیڅ نړیوال قانون هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د بل هیواد سوله ایز پروګرام په نښه کړي. دا هغه څه دي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا او د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د حکامو شورا باید ورته ځواب ووایی.