عراقچي: د بمبارۍ له لارې د ايران اټومي ټکنالوژي لمنځه نشي تللی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i161834-عراقچي_د_بمبارۍ_له_لارې_د_ايران_اټومي_ټکنالوژي_لمنځه_نشي_تللی
پارس ټوډی - د ايران د بهرنيو چارو وزير وایي، اټومي انرژي په ايران کې يو علم او ټکنالوژي ته بدله شوې او دا روښانه ده چې ټکنالوژي د بمبار له لارې له منځه نشي تللی.
(last modified 2025-07-02T05:14:11+00:00 )
Jul 02, 2025 09:42 Asia/Kabul
  • عراقچي: د بمبارۍ له لارې د ايران اټومي ټکنالوژي لمنځه نشي تللی

پارس ټوډی - د ايران د بهرنيو چارو وزير وایي، اټومي انرژي په ايران کې يو علم او ټکنالوژي ته بدله شوې او دا روښانه ده چې ټکنالوژي د بمبار له لارې له منځه نشي تللی.

د ايران د بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي، د امريکا د «سي بي اس» شبکې سره په مرکه کې وويل: که د ايران اراده د اټومي صنعت په برخه کې پرمختګ وي، چې دا اراده موجوده ده، نو دا يقيني ده چې په چټکۍ سره کولی شو ټول زيانونه ترميم او د سايټونو ټولې صدمې جبران کړو.

هغه زیاته کړه، دا د دې لپاره نه ده چې تاسيسات نه دي زيانمن شوي، بلکې دا ځکه چې ټکنالوژي سالمه ده او دا تکنالوژي د ايراني ساينسپوهانو ترمنځ شتون لري.