تخت‌ روانچي: ایران به د یورانیمو غني کولو ته دوام ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i161946-تخت_روانچي_ایران_به_د_یورانیمو_غني_کولو_ته_دوام_ورکړي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مجید تخت ‌روانچي د امریکا له NBC نیوز شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې ایران د واشنګټن په وړاندې د بې باورۍ سره سره، چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید وروسته رامنځته شوی، د دیپلوماسۍ دروازې لا هم خلاصې دي او ایران به د یورانیمو غني کولو ته دوام ورکړي.
(last modified 2025-07-04T07:32:52+00:00 )
Jul 04, 2025 12:02 Asia/Kabul
  • تخت‌ روانچي: ایران به د یورانیمو غني کولو ته دوام ورکړي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مجید تخت ‌روانچي د امریکا له NBC نیوز شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې ایران د واشنګټن په وړاندې د بې باورۍ سره سره، چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید وروسته رامنځته شوی، د دیپلوماسۍ دروازې لا هم خلاصې دي او ایران به د یورانیمو غني کولو ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه: «تر هغو چې د متحده ایالاتو له لوري زموږ پر ضد کوم تجاوزکارانه عمل ترسره نه شي، موږ به نور ځواب ورنه کړو.»

تخت‌روانچي ټینګار وکړ چې ایران د خبرو اترو او دیپلوماسۍ پلوي دی، خو د متحده ایالاتو دولت باید موږ قانع کړي چې د خبرو اترو پر مهال به پوځي ځواک ونه کاروي.