د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر:
له عراقچي سره مو د اټمي مذاکراتو په اړه خبرې وکړې
پارس تودی-د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې په جده کې د خپل ایراني سیال سره په کتنه کې یې د تهران او واشنګټن ترمنځ د اټمي مذاکراتو په اړه، چې اوس ځنډول شوي دي، خبرې اترې کړې دي.
«سید عباس عراقچي» او «هاکان فیدان»، د ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران، د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان په جده ښار کې د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې سره وکتل او خبرې یې وکړې.
فیدان خبریالانو ته وویل: له اروپا او امریکا سره د اټمي مذاکراتو په اړه ایران سره خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړه: ما له مارکو روبیو، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره، ټیلیفوني خبرې کړې دي. موږ (له خپل ایراني سیال سره) هم د دې موضوع په اړه خبرې وکړې، موږ دا فرصت درلود چې دغه نوې اجنډا د هغه ځای (امریکا) له ځینو څرګندونو سره په پام کې نیولو سره ارزوو.
همدارنګه، د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې کتنه کې، عراقچي د فلسطین د خلکو په ملاتړ کې د ترکیې د رول او د اسلامي همکاریو سازمان د فعالې مشرۍ له امله مننه وکړه او د اسراییلو رژیم د پراختیا غوښتونکو پروژو پر وړاندې د اسلامي نړۍ د ګډو ظرفیتونو د پیاوړتیا او د فلسطین د آرمان د دفاع غوښتنه یې وکړه.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اعلان له مخې، په دې کتنه کې د تهران او انقرې ترمنځ د دوهاړخیزو همکاریو وروستي پرمختګونه وڅېړل شول او دواړو وزیرانو د دوو هیوادونو پر ستراتیژیکو او دوامداره اړیکو، په کلیدي برخو لکه سوداګرۍ، انرژۍ، ترانسپورت، سرحدي امنیت او سیمهییزو تبادلو کې د همکاریو پر پراخولو ټینګار وکړ.
دواړو لورو، د دې ترڅنګ، د ایران او ترکیې د عالي شورا د غونډې د ژر تر ژره ترسره کولو پر اهمیت ټینګار وکړ، چې د دوو هیوادونو د اړیکو د ژورولو لپاره یو عملي ګام بلل کیږي.