د ایران د شهید رهبر د سپېڅلي جنازې لمونځ سباسهار۶بجې ترسره کیږي
پارس ټوډې – د اسلامی انقلاب د شهید رهبر د جنازې د مراسمو رسمي رسنۍ وئيلي دي، د شهید مجاهدرهبر امام خامنه اي او د هغه د کورنۍ د شهیدانو پر سپېڅلو پیکرونو به د جنازې لمونځ سبا، یکشنبې ورځې سهار په شپږو بجو د تهران په امام خمیني مصلی یا عیدګاه کې ادا شي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د اسلامی انقلاب د شهید رهبر د جنازې د مراسمو د رسمي رسنۍ د خبرتیا پر اساس، د شهیدرهبر حضرت آیتالله العظمی سید علي خامنهاي (قدس الله نفسه الزکیة)، شهید ډاکټر مصباح الهدی باقري کني، شهیدې سیده بشری خامنهاي، شهیدې زهرا حداد عادل او شهیدې ګلالئ زهرا محمدي ګلپایګاني پر سپېڅلو جسدونو به د جنازې لمونځ سبا، د یکشنبې، سهار په شپږو بجو د تهران په مصلی کې ادا شي.
د شهید مجاهد او شجاع رهبر حضرت آیتالله العظمی امام خامنهاي (قدس الله نفسه الزکیة) د خونړي عروج د لمانځنې د کمیټې د اعلان له مخې، په تهران کې له وروستئ وداع،چې سبا به ترسره شي، د شهیدانو پاک مړي بیا قم ته منتقل شي او په مسجد جمکران کې به ئې له وداع او جنازې لمانځه وروسته پاک مړی نجف اشرف او کربلا ته منتقل شي او بیا به ئې وروستۍ الوداع په مشهد مقدس کې وي او په پنجشنبې ورځې به د حضرت امام رضا علیه السلام د سپيڅلي حرم په شاوخوا کې خاورو ته وسپارل شي.