په مذهبي ځایونو کې د حضور کلتور؛ ادب، باور او خواخوږي
پارس ټوډې - په ایراني کلتور کې، مذهبي ځایونه لکه جوماتونه، امامزادهگان، حسینیې او زیارتونه ځانگړی مقام لري او په دې فضاگانو کې حضور له خاصو آدابو او چلندونو سره مل وي، چې د خلکو د درناوي، ادب او دیني باورونو نښه ده.
په ایران کې مذهبي ځایونو ته د ننوتلو لومړنی اصل، مناسب لباس دی چې په پخواني ایراني کلتور کې ریښې لري.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، ایرانی مېرمنې معمولاً په پړوني یا بشپړ پوښښ سره مذهبي ځایونو ته ننوځي او نارینه هم ساده او محترمانه کالي اغوندي. دا ډول لباس نه یوازې د مقدسې فضا د درناوي نښه ده، بلکې د ټولنې له باورونو سره د خواخوږۍ یوه بڼه هم شمېرل کېږي.
په مذهبي ځایونو کې چلند باید له آرامۍ، چوپتیا او وقار سره مل وي. په لوړ غږ خبرې کول، بې ځایه لوړه خندا یا د مذهبي ځایونو په داخلي فضا کې د موبایل ټلفون کارول معمولاً ناوړه گڼل کېږي. خلک جومات یا نورو مذهبي ځایونو ته د ننوتلو پر مهال خپل بوټان په ټاکلي ځای کې پرېږدي او په درناوي سره ننوځي.
په زیارتونو کې، د دعا لوستل او لمانځه ادا کول، نذر کول او د شمعې بلول له عامو چلندونو څخه دي. دا کړنې نه یوازې مذهبي اړخ لري، بلکې د پخوا، دودونو او ټولنیزو باورونو سره یو ډول معنوي اړیکه جوړوي.
په مذهبي ځایونو کې یو مهم اصل، د نورو د عقایدو او باورونو درناوی دی. حتی که یو څوک له ځینو کړنو یا باورونو سره بلد نه وي یا یې ونه مني، د نورو د باورونو سپکاوی یا بې احترامي په ایراني کلتور کې په کلکه ناوړه گڼل کېږي. خواخوږي او متقابل درک د دې فضاگانو د تعامل بنسټ دی.
په ټولیزه توگه، په ایران کې د مذهبي ځایونو چلند د ادب، باور، خواخوږۍ او د توپیرونو د درناوي ترکیب دی، چې په ایراني تاریخ او هویت کې ریښې لري.