د امام خمیني (ره) افکار | خپلواکي، د بهرنیانو له پیروۍ سره مخالفت دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i164128-د_امام_خمیني_(ره)_افکار_خپلواکي_د_بهرنیانو_له_پیروۍ_سره_مخالفت_دی
پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهوریت لوی بنسټګر امام خمیني (ره) استقلال د غیر تابعدارۍ، د بهرنیانو له پیروۍ څخه د سرغړوې، د بهرنیانو د مداخلې او نفوذ د نفي کولو، د خپل برخلیک او مقدراتو په لاس کې نیولو په معنا کارولی دی.
(last modified 2025-09-03T11:58:00+00:00 )
Sep 03, 2025 16:16 Asia/Kabul
  • امام خمیني (ره): خپلواکۍ، د بهرنیانو د مداخلې او نفوذ نفي کول دي
    امام خمیني (ره): خپلواکۍ، د بهرنیانو د مداخلې او نفوذ نفي کول دي

پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهوریت لوی بنسټګر امام خمیني (ره) استقلال د غیر تابعدارۍ، د بهرنیانو له پیروۍ څخه د سرغړوې، د بهرنیانو د مداخلې او نفوذ د نفي کولو، د خپل برخلیک او مقدراتو په لاس کې نیولو په معنا کارولی دی.

د پارس تودی په دې مطلب کې په ټولنه کې د خپلواکۍ په برخه کې د امام خمینی (ره) دریځونو ته یوه کتنه کوو.

خپلواکي

د امام خمیني (ره) په باور، د یوې ټولنې د پرمختګ او تمدن لومړنۍ نښه د هغې ټولنې خپلواکي ده، چې د بشر له لومړنیو حقونو او د هغه د ژوند له ارزښتونو څخه دی. هغه د هیواد د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په لاره کې مړینه د خپل لوړ افتخار په توګه ګڼلی او باور یې درلود چې اسلام او اساسي قانون د ټولنې د خپلواکۍ ضامن دي.

استقلال، د بهرنیانو د مداخلې او نفوذ نفي کول دي

د ایران د اسلامي جمهوریت لوی بنسټګر، خپلواکۍ د غیر تابعدارۍ، د بهرنیانو له پیروۍ څخه د سرغړوی، د بهرنیانو د مداخلې او نفوذ د نفي کولو، د خپل برخلیک او مقدراتو په لاس کې نیولو او د هیواد په خپلواکه توګه اداره کولو په معنا کارولی دی. هغه خپلواکي په سیاسي، کلتوري او اقتصادي اړخونو کې یو پراخ مفهوم ګڼلی، چې یوازې په هغه صورت کې ممکن دی چې په ټولو اړخونو کې د تابعدارۍ ریښې په بشپړه توګه پرې شي.

د ایران د خپلواکۍ د ساتنې لپاره د امام خمیني (ره) ځانګړې پاملرنه

امام خمیني (ره) چې د ایران د خپلواکۍ د ساتنې لپاره ځانګړې پاملرنه درلوده، د اسلامي انقلاب له بریا وروسته د ملي ځواک د زیاتوالي په اهمیت پوهید او د تابعدارۍ څخه د خلاصون لپاره یې ملي عزم کافي ګڼلی. هغه وسله‌وال ځواکونه، د خلکو او چارواکو یووالی او د «نه ختیځ، نه لویدیځ» اصولو شعار ته پابندي د هیواد د خپلواکۍ د تضمین کوونکو په توګه ګڼلي دي.

د اسلامي امت لومړیتوب، د فلسطین د مسئلې حل دی

د ایران د اسلامي جمهوریت لوی بنسټګر، د اسلامي ټولنې خپلواکي د اسلام له بنسټیزو اصولو څخه ګڼلی او باور یې درلود چې اسلام د کفارو د هر ډول ولکې له منلو څخه مسلمانان منع کړي دي. له همدې امله یې د فلسطین مسئله په اسلامي نړۍ کې ډیره مهمه بللې او باور یې درلود چې د اسرائیل غاصب رژیم د استعماري قدرتونو د دسیسو او همفکرۍ پایله ده، چې د اسلامي ملتونو د استعمار په موخه جوړ شوی او له ټولو اسلامي هیوادونو باندې د ولکې او د مسلمانانو له خپلواکي څخه د محرومولو پرته بل هدف نه لري. له همدې امله، د اسلامي امت لومړنی لومړیتوب د فلسطین د مسئلې حل دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت بهرنی سیاست، د هر ډول سلطه پالنې او سلطه‌منۍ نفي کول

په هر حال، د امام خمیني (ره) په منطق کې، د ولکې نه منل د بهرنیو دولتونو سره د هر ډول اړیکو د ردولو په معنا نه دي. هغه د خپلواکۍ په ساتلو سره له نورو هیوادونو سره تبادله او معامله منلې او باور یې درلود چې اسلامي جمهوریت د نړۍ له ټولو هیوادونو سره د سوله‌ییز ژوند غوښتونکی دی. له همدې امله، په ملي کچه یې د بهرنیو چارو د چارواکو مسئولیت یاد کړی او هغوی یې د یووالي، د هیواد د استقلال او ګټو د ساتنې، د اسلامي هیوادونو او هغو دولتونو سره چې د ایران په چارو کې مداخله نه کوي د نیکو اړیکو او د قدرتونو سره د تابعدارۍ د نه کولو سپارښتنه کړې ده. د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرني سیاست اصول د هر ډول سلطه‌ګرۍ او سلطه‌منۍ نفي کول، حق ته بلنه، د ظلم پر وړاندې مبارزه، د محرومانو ملاتړ، متقابل احترام او سوله‌ییزه ژوند، لویدیځ او ختیځ سره عدم تعهد او د مسلمانانو د اسلامي هویت بیا ژوندي کول دي.