ابوریحان بیرونی؛ د ایران په تاریخ کې د عقل او علم غږ
پارس ټوډې - ایرانیانو د تاریخ په اوږدو کې د نړۍ د علم او پوهې په پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی.
له لرغوني دور څخه رانیولې تر اسلامي دوران پورې، ایرانیو پوهانو په بېلابېلو برخو لکه ریاضیات، طب، ستورپوهنه، کیمیا، فلسفه او انجنیئرئ کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې، چې ډیری ئې د نن ورځې اوسمهاله علومو بنسټ ایښودونکي دي.
ابوریحان محمد بن احمد بیرونی د ایران او د اسلامي نړۍ د تاریخ یو غوره پوه دی.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، بیرونی په ۳۶۲ هـ ق (۹۷۳ میلادي) کال کې د خوارزم په مرکز کاث ښار (لوي ایران) کې زیږیدلی او د خپل ژوند په اوږدو کې یو له هراړخیزو پوهانو څخه شو. بیرونی په بېلابېلو برخو لکه ریاضیات، ستورپيژندنه، جغرافیې، فزیک، تاریخ، درمل پوهنې، انسان پوهنې او ژبپوهنې کې فعالیت کاوه او تلپاتې آثار ئې پرېښودل.
د ابوریحان بیرونی یوه له مهمو ځانګړتیاوو څخه ئې علمي او تجربوي روده وه. هغه لومړنی کس ؤ چې د غره د لوړوالي زاوئې په اندازه کولو سره د ځمکې شعاع ئې محاسبه کړ، هغه شمېره چې د ناسا د اوسنئ اندازې کولو سره یوازې ۱۷ کیلوميټره توپیر لري. دا دقت په څلورمه هجري پېړۍ کې حیرانوونکی او بې ساری و.
د هغه له مهمو آثارو څخه د «آثارالباقیه عن القرون الخالیه» (د تېرو پېړیو د تقویمونو او جشنونو په اړه)، «تحقیق ماللهند» (د هند د کلتور او علومو په اړه) او «قانون مسعودی» (په ستورپوهنې کې) یادونه کولی شو. بیرونی همدارنګه د اجسامو د وزن په اړه نظریات وړاندې کړل چې د تجربوي فزیک د علم بنسټ ئې کیښود.
هغه په فارسی، عربي، سنسکریت، یوناني او عبراني ژبو تسلط درلود او په خپلو آثارو کې ئې هڅه کوله چې د بېلابېلو قومونو باورونه او پوهه په بې پرې توګه وڅېړي. همدې علمي او انساني نظر دې ته لاره هواره کړه چې هغه د «انسان پوهنې پلار» وبلل شي. د بیرونی پوهه، دقت او څېړنیزه روحیه هغه د ایران د علمي ویاړ یو له سمبولونو څخه جوړ کړی دی. د هغه آثار لا هم په نړۍ کې د معتبرو پوهنتونونو کې مطالعه کیږي او نوم ئې د علم په تاریخ کې تلپاتې دی.
د ابوریحان بیرونی نړیوال مقام
د علمي طریقې او رودې مخکښ: بیرونی د لومړنیو پوهانو څخه ؤ چې په طبیعي علومو کې ئې تجربوي او دقیقو اندازه کولو ته مخه کړه. د ځمکې د شعاع محاسبه ئې د نن ورځې د ناسا د اندازه کولو سره د ۱۷ کیلوميټرو په توپیر سره ئې د هغه بې ساری دقت ښئي.
د انسان پوهنې پلار: د کلتورونو، ژبو او باورونو په اړه د هغه بې پرې او علمي نظر له امله، ډیری لوېدیځي څېړونکو هغه د «انسان پوهنې پلار» بللی دی. هغه په خپل کتاب «تحقیق ماللهند» کې د هند کلتور په دقت او درناوي سره څېړلی، پرته له دې چې ارزښتي قضاوت وکړي.
په نړیوالو سرچینو کې پیژندل شوی:
په معتبرو نړیوالو دانشنامو لکه Encyclopaedia Britannica او Great Soviet Encyclopedia کې، بیرونی د ټولو پړاؤنو له سترو پوهانو څخه معرفي شوی دی.
د پوهنتونونو او علمي مرکزونو الهام بخښونکی: د ابوریحان بیرونی نامه، په ډیری پوهنتونونو، کتابتونونو او نړیوالو علمي مرکزونو کې ثبت شوې ده. په ځینو هېوادونو کې هغه د «تلپاتې استاد» په نوم پیژندل کیږي او آثار ئې لا هم په برخو لکه ستورپوهنې، ریاضیات، تاریخ او فلسفې کې تدریس کیږي.
د بین الکلتوري علمي خبرو اترو سمبول:
بیرونی د فارسی، عربي، سنسکریت، یوناني، عبراني او سریاني ژبو باندې په مسلط کیدا سره، د بېلابېلو تمدنونو ترمینځ یو پل جوړ کړ. هغه وښودله چې علم کولای شي د سرحدونو او باورونو ور هاخوا انسانان یو بل ته نږدې کړي.
ابوریحان بیرونی د هغو پوهانو یو روښانه بېلګه ده چې نه یوازې په خپل وخت کې، بلکې په راتلونکو پېړیو کې هم د علمي نسلونو لپاره الهام بخښونکی و. هغه عقل، دقت او حقیقت ته د درناوي سمبول دی،داسې ارزښت چې نن سبا ئې له هر وخت زیات اړتیا لیدل کیږي.
ابوریحان بیرونی خپل ژوند د غزنوي دربار په خدمت کې تېر کړ او د سلطان محمود غزنوي سره یوځای ئې هند ته سفر وکړ. هغه په ۴۴۰ هـ ق کال کې په غزني ښار کې ومړ او قبر ئې هم هلته دی.