عراقچي د قطر د دولت له امیر سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i164184-عراقچي_د_قطر_د_دولت_له_امیر_سره_وکتل
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د قطر په سفر کې د دغه هېواد له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې. 
(last modified 2025-09-05T01:29:50+00:00 )
Sep 05, 2025 05:58 Asia/Kabul
  • عراقچي د قطر د دولت له امیر سره وکتل

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د قطر په سفر کې د دغه هېواد له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې. 

په دې لیدنه کې د ایران او قطر د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او په سیمه ایزو او نړیوالو تحولاتو، په ځانګړي توګه د فلسطین په اشغالي خاوره کې د صهیونیستي رژیم د نسل وژنې او جنایاتو د دوام د مخنیوي په اړه خبرې وشوې.

دغه راز دواړو لورو په فلسطین کې  د نسل وژنې د بندولو، د جنایتکارانو د محاکمې او د صهیونیستي رژیم د جګړه غوښتنې پر وړاندې د جدي اقدام اړتیا په اړه خبرې اترې او نظرونه تبادله شول.