د امریکا یو اړخیزې او سرزوري کړنې په کلکه غندو
پارسټوټي - د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د نورو هیوادونو پر وړاندې د امریکا یو اړخیز او زورواکي کړنې په کلکه وغندلې او وې ویل: پر خپلواکو پراختیائي هیوادونو د زور ګواښ کول د ملګرو ملتو د منشور ښکاره سرغړونه او د نړیوالې سولې او امنیت لپاره څرګنده خطره ده.
سید عباس عراقچي د وینزویلا د بهرنیو چارو له وزیر «ایوان خیل پینتو سره په ټلیفوني خبرو کې د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا د ونزویلا له خلکو او حکومت سره د امریکا د زورواکۍ پر وړاندې خپل ملاتړ او پیوستون اعلان کړ.
د و نزویلا د بهرنیو چارو وزیر د امریکا له خوا د کاراکاس په ضد د غیرقانوني ګواښونو د زیاتوالي په اړه راپور وړاندې کړ او د ملګرو ملتو د منشور د اصولو او موخو په دفاع کې ئې د ایران د اصولي دریځ او د ونزویلا د ملي حاکمیت او خاورې بشپړتیا ته د درناوي د اړتیا په اړه د ایران د دریځ ستاینه وکړه او ټینګار ئې وکړ چې د ونزویلا دولت او خلک به په پیاوړي ارادې سره د خپلې خپلواکۍ، ملي حاکمیت او د خپل برخلیک د ټاکلو د حق دفاع وکړي.