د ۱۴۰۲ کال شعار: دانفلیّشن کنټرول او د تولید وده
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د کال شعار نومې لړۍ له ننني اولسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، په دغې لړئ کې د ایران د اسلامی جمهوریت د وروستیو لاسته راوړنو په باب درسره غږیږو،نو هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.
خوږو دوستانو،لکه څنګه چې تاسو ته پته ده د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ۱۴۰۲ کال شعار د انفلیّشن کنټرول او د تولید وده» نومولی دی. په پخوانیو پروګرامونوکې د تورم مفهوم،د ایران په اقتصاد کې د انفللیّشن بهیر له ۱۳۱۰ لمریز کال څخه تر اوسه، او همدارنګه په ایران کې د انفلیّشن بهرنۍ او داخلي ریښې وڅیړل شوې. له مخکیني مطلب څخه د تولید موضوع او د هغو اهمیت،په شمول د ایران په اقتصاد کې،څیړنه پیل شوې ده.
لکه څنګه چې په مخکیني مطلب کې ذکر شوی، د اسلامی انقلاب ستر لارښود په وروستیو ۷ کلونو کې یعنی له ۱۳۹۶ څخه تر اوسه تل د تولید اساسی کلمې په دغه کال کې کارولي دي. په اړه ئې چې ولې د رهبرۍ مشر تابه لخوا پر داخلي تولید ټینګار شوی، ډېر ډول ډول دلیلونه کېدالی شي چې ځینې ئې له تاسو سره شریکوو.
اقتصاد؛ د ایران د اسلامي جمهوریت اوسنی یو اصلي چیلنج!
حقيقت دا دی چې اقتصاد د ایران د اسلامي جمهوریت ترټولو مهمه اوسنئ چیلنج دی.د تهران پوهنتون اقتصاد استاد محمد خوش چهره، وايي: د ایران اقتصاد د هغه ناروغ په معنا دی چې ډېر ډول ناروغۍ لري لکه تورم، بې روزګاري،د ملي تولید کموالی،د اقتصادي ودې د نرخ کموالی او داسې ځيني نور چیلنجونه،او د هغو د درملنې لپاره باید لومړی د دغو ناروغیو ریښې او علتونه پېژندل شي. د هېواد د اقتصاد ناروغۍ ټولې نښې،ریښې لري چې په ملي تولید کې خنډونه دي. ملي تولید د ملي اقتصاد هویت ورکوونکي او عصاره دی؛ یعنی د ایران د اقتصاد ناروغي،د ملي تولید په ناکارندوالی او خنډونو کې،ریښې لري او که ملي تولید ښه حالت ولري،نو دا به د هغه زړه په څېر عمل وکړي چې د مناسب پمپاژ له لارې وینه،د ناروغ د وینې د پتڼډيدا او کمزورۍ مخه نیسي.» په حقیقت کې،د ملي تولید ملاتړ د ایران د اقتصادي نښو ښه کولو په معنی دی، نښې لکه بې کاري، تورم او فقر چې د خلکو اقتصادي خپګان سبب هم دي.
د اسلامي انقلاب معظم لارښود په دې اړه فرمایي:که ملي تولید ټول تعقیب کړي،نو ډېرې اقتصادي ستونزې، د خلکو معیشتي ستونزې -هم د کار ستونزې، هم د پانګونې ستونزې او نور شیان- حل کیدلی شي. ټولنیز تاوانونه به ډېر کم شي.» دوي بیا ټینګار کوي: «زه په بشپړ ډول په دې اعتقاد لرم چې د هېواد ستونزو درملنه،د هېواد ستونزو د حل کِلي د داخلي تولید په څېر ده په څو برخو کې... یعني د هېواد دننه د ژوند، څراغ او قوت د منتقلیدا دروازه همدا دروازه ده چې د تولید د مسؤلو عناصرو لخوا خلاصه شوې ده؛ بل ډول لاره نشته.» سټراټیژي چې له هر څه زیات د عقلاني، علمي او کارپيژندنې لیدلوري څخه اخیستل شوې ده: دا خبره د اقتصادي متخصصینو خبره هم ده؛ ما څو ځله ټینګار کړی دی چې د هېواد د اقتصاد د نجات چورلیز، د داخلي تولید پیاوړی کول دي؛ د داخلي تولید پیاوړی کول.
د تولید ملاتړ؛ دپیاوړي کیدو بنسټیزه لاره
په داسې حال کې چې اقتصاد د هېوادونو د موخو د پرمختګ لپاره وسیله شوې ده او د هېوادونو د قوت د زیاتولو په لور عمل کوي، د هېوادونو د اقتصادي عواملو پیاوړي کول یو له تر ټولو مهمو اقداماتو څخه دی په لویه او سټراټیژيکه کچه. له دغو اقداماتو او سټراټیژیو څخه چې د اقتصادي عواملو پیاوړي کولو او په پاي کې د هېواد د ملي قوت د پیاوړي کولو لامل کېدای شي، د هېواد د تولید پیاوړي کول دي؛ ځکه چې د هېواد تولید پیاوړي کولو سره، د هېواد ډېرې اقتصادي ستونزې حل کیږي.
په اوسنئ نړۍ کې، نور نشي ویل کیدلی چې د قوت عوامل په پوځي بحثونو کې خلاصه کېږي، بلکې د قوت او امنیت لیدلوری، له محدودکیدا څخه په پراختیا بدل شوی دی یعنی له محدود لید څخه پراخ لید ته. پر دې اساس هر فیکټر چې د هېواد قوت زیاتوي، پخپله د قوت وسیله ګڼل کېږي. د ډېرو مفکرینو په باور،په نننیو حالاتو کې حتی نوې وسیلې لکه اقتصاد ډېره اهمیت لري او د ټولنې په کچه لوړ قوت او نفوذ لري. د هېوادونو د مقابلو اقداماتو او سټراټیژیو څیړنه د نورو هېوادونو په وړاندې هم دا واقعیت ښئي چې اقتصاد د هېوادونو د موخو ترلاسه کولو لپاره د قوت وسیله شوې ده.
ملي تولید له بندیزونو اوبهرنیو دباؤنو څخه د تیریدا غوره لار!
یوتر ټولو مهم چیلنج چې د ایران د اقتصاد په وړاندې موجود دی، ظالم بندیزونه او بهرني دباؤنه دي. د تيلو عایدات ناپایداره او لړزانه عایدات دي چې د ایران د حکومت په ټاکلو کې هیڅ رول نلري د بَیې او حتی د هغو د صادرولو مقدار کې، ځکه چې د صادرونکو هېوادونو د ټولګې لخوا د صادرولو مقدار ټاکل کېږي او بیا د وړاندې کولو او غوښتنې پر اساس ټاکل کېږي. له همدې امله ایران دداسې عایداتو څښتن دی چې په ټاکلو کې ئې رول نلري. پر دې موضوع سربیره، تاریخي تجربې ښئي چې د تېل بَیې لړزاړه وضعیّت ډېر لوړ وي او د مثال په توګه ،د تیلو د هربیرل بّیه په لنډ وخت کې په سلو کې سل کمه یا زیاته شوې وي. له دې امله د تېلو عایداتو باندې تکیه د ایران د اقتصاد یو مهم عنثر ګڼل کېدای شي، داسې موضوع چې دښمن له دغه کمزورتیا څخه ډېرې ستونزې د وروستیو کلونو لپاره د ایران د اقتصاد لپاره رامنځته کړې دي.
ایران له ۴ لسیزو راهیسې د امریکا له ظالمانه بندیزونو سره لاس او ګریوان دی. د اوکراین جګړې او د روسیې پر ضد د بندیزونو مخې ته، ایران د ۳۶۱۶ ادارې او شخصیّتونه بایکاټ شوي ، او په نړۍ کې په بندیزونو کې لومړی ځای لري. ایران پر اقتصاد د بندیزونو اثرات او پایلې ښئي چې د یوه هېواد پر ضد د بندیزونو وضعیت د هغو په زیاتوالي، سختوالي او ډول پورې اړه لري،اقتصادي وده په زیات ډول کمولی، انفلیّشن په شدید ډول لوړ ولی او د ملي کرنسئ ارزښت ډیر زیات کمولی شي.یو دلیل ئې دا چې بندیزونه د ایران پر اقتصاد اغېزې کوي،د اقتصاد یو محصولي کېدل او د هغو په تيلي عایداتو تکیه کول دي . که اقتصاد ډولوالی ولري او د داخلي تولید ملاتړ په پام کې ونیول شي، نو د ایران په اقتصاد به د بندیزونو او بهرنیو دباؤنو اغیزې کمې شي. په همدې اساس، د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي (مدظله العالي) په تیره بیا په یوې لسیزې کې چې د ایران پر اقتصاد بندیزونه او بهرني دباؤنه ډیر زیات شوي او حتی امریکائي دښمن څخه ئې د خلکو او حاکمیت ترمینځ د فاصلې رامنځته کولو او د ټولنیزې سرمائې د کمولو لپاره ګټه اخیستې ده، په څو ډولونو کې ئې د ملي تولید ملاتړ کړی او د ملي تولید پر ودې او لور نیونې ئې ټینګار کړی دی.
د تهران دپشتو خپرونې خوږو مینهع والو په راتلونکې مطلب کې به د اسلامی انقلاب د سترلارښود لخوا پر تولید د تمرکز نور دلیلونه وڅیړو، نو ددغه ننني مطلپ د وخت په ختمیدا سره تاسو ټول قدرمن تر راتلونکي مطلب پورې په لوي او نیاؤمن خداي سپارو. بریالي او سوکاله ووسئ.
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************