د ایران د پولیسو عمومي قوماندان عراق ته سفر وکړ
Sep 14, 2025 07:06 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت د پولیسو عمومي قوماندان سردار احمدرضا رادان بغداد ته د خپل سفر پر مهال د عراق د کورنیو چارو وزیر له هرکلی سره مخ شو.
د عراق د کورنیو چارو وزیر عبدالامیر الشمري تېره ورځ د ایران د پولیسو له عمومي قومندان سردار احمدرضا رادان او ورسره مل پلاوي سره خبرې اترې وکړې.
د دواړو اړخونو ترمنځ دا لیدنه د اړیکو پیاوړتیا او په امنیت، د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه، سازمانیافته جرمونو او ترهګرۍ سره د مقابلې او معلوماتو تبادلې په برخو کې د همکارۍ پراخولو په موخه ترسره شوه.