پزشکیان: په دنیا کښې د یواړخیزپالنې پړاو ختم شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i164764-پزشکیان_په_دنیا_کښې_د_یواړخیزپالنې_پړاو_ختم_شوی_دی
پارس ټوډی- د ایران ولسمشر وویل: د ایران او روسیې په شان د خپلواکو هیوادونو د کامیابو همکاریو مثال به ثابته کړي چې په نړۍ کښې د یواړخیزپالنې دوران ختم شوی دی.
(last modified 2025-09-18T08:50:03+00:00 )
Sep 18, 2025 13:16 Asia/Kabul
  • پزشکیان: په دنیا کښې د یواړخیزپالنې پړاو ختم شوی دی

پارس ټوډی- د ایران ولسمشر وویل: د ایران او روسیې په شان د خپلواکو هیوادونو د کامیابو همکاریو مثال به ثابته کړي چې په نړۍ کښې د یواړخیزپالنې دوران ختم شوی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان بیګا په تهران کښې د روسیې د انرجۍ د وزیر سرګئي تیسیویلف او ورسره مل پلاوي په کتنه کښې زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت، له روسیې سره د موافقو اجرا په جدیت سره په ایجنډا کښې شامله کړې او د ګډو ملګرتیاو لپاره یې ټولې ضروري لارې هوارې کړې دي، او د تهران او ماسکو د ملګرتیا او د دوه اړخیزو موافقو د اجرا مخې ته هیڅ خنډ نشته.

د اسلامي ایران ولسمشر په دوام کښې، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د دواړو هیوادنو د جګپوړو چارواکو له موافقو وروسته د ماهرانه غونډو نتیجه باید زرترزره د عمل په میدان کښې د اجرا مرحلې ته ورسي، هیله څرګنده کړه چې د دغو تعاملاتو او د سفارتي پلاوو تګ راتګ د ایران او روسیې او د دوي د ملګرو او هم تړونه هیوادونو د اړیکو د لازیاتې پراختیا لامل شي.