ایران د امریکا د نیم ملیارد ډالرو پرمختللې توغندي ویجاړې کړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i164790-ایران_د_امریکا_د_نیم_ملیارد_ډالرو_پرمختللې_توغندي_ویجاړې_کړې
پارس ټوډې - د امریکا د جګړې وزارت (پنټاګون) اسناد ښيي چې پر ایران د صهیونیسټانو د ۱۲ ورځني یرغل په دوران کې، امریکا د دې رژیم د ملاتړ لپاره د شاوخوا نیم ملیارد ډالرو په ارزښت پرمختللي مخه نیونکي انټرسیپټر توغندي له لاسه ورکړل.
(last modified 2025-09-19T03:01:44+00:00 )
Sep 19, 2025 07:25 Asia/Kabul
  • پرمختللي انټرسیپټر توغندي
    پرمختللي انټرسیپټر توغندي

پارس ټوډې - د امریکا د جګړې وزارت (پنټاګون) اسناد ښيي چې پر ایران د صهیونیسټانو د ۱۲ ورځني یرغل په دوران کې، امریکا د دې رژیم د ملاتړ لپاره د شاوخوا نیم ملیارد ډالرو په ارزښت پرمختللي مخه نیونکي انټرسیپټر توغندي له لاسه ورکړل.

ټایمز آف اسرایل راپور ورکړ چې د پنټاګون د بودیجې نوي اسناد، چې په څو امریکایی رسنیو کې هم خپاره شوي، ښیي چې امریکا د جون په میاشت کې د ایران پر وړاندې د صهیونیسټانو د ۱۲ ورځني یرغل په لړ کې د صهیونیسټانو لپاره د شاوخوا ۵۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت انټرسیپټر توغندي وتوغول.

ټایمز آف اسرایل، د وار زون او بزنس انسایډر په حواله راپور ورکړ چې د THAAD) لوړ الوت د پرمختللو مخه نیوکو توغندیو د نامعلوم شمیر د بدیل لپاره کابو د پنځوس میلیون ډالو یو سند ایشوا شوی چې له اسرائیلو په ملاتړ کښې لګول شوي دي.

رپورټونه ښودنه کوي چې امریکې د ایران خلاف د نیواکګر صهیونیسټي رژيم د دولس ورځني یرغل په دوران کښې له ۱۰۰ نه تر ۱۵۰ پورې تاد توغندي ویشتي دي.

د دغو توغندیو د ځاې ډکولو لپاره د لازیاتې بودجې غوښتنه د امریکې د کانګرس له خوا تصویب ته ضرورت لري.