مپنا ډله؛ د ایران د صنعت فعاله مرکز
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i164876-مپنا_ډله_د_ایران_د_صنعت_فعاله_مرکز
پارس ټوډی – د مپنا ډله( د ایران د بریښنا کوټونو د پروژو مدیریت)د ایران یو تر ټولو ستر او پرمختللی صنعتي شرکت دی چې د انرژۍ ، د ریل ګاډو د ټرانسپورټ، د تیلو او ګازو او د نویو ټیکنالوژیو په حوزو کښې فعالیت کوي.
(last modified 2025-09-21T09:17:27+00:00 )
Sep 21, 2025 13:40 Asia/Kabul
  • مپنا ډله؛ د ایران د صنعت فعاله مرکز

پارس ټوډی – د مپنا ډله( د ایران د بریښنا کوټونو د پروژو مدیریت)د ایران یو تر ټولو ستر او پرمختللی صنعتي شرکت دی چې د انرژۍ ، د ریل ګاډو د ټرانسپورټ، د تیلو او ګازو او د نویو ټیکنالوژیو په حوزو کښې فعالیت کوي.

د مپنا ډله په دیارلس سوه یواویایم هجري لمریز کال یعني په نولس سوه درې نویم میلادي کال کښې د ایران د بریښنا کوټونو د جوړښتونو د پراختیا په هدف سره جوړه شوه او په تیرو دیرشو کلونو کښې د ایران د صنعتي وسونو په یوې بیلګې بدله شوي ده.

د پارس ټوډی سایټ د راپور پراساس مپنا ډله د پایداره ارزښت د خلق کولو په شعار سره هڅه کوي له ځايي پوهې ، نویو ټیکنالوژیو او متخصص انساني ځواک څخه په ګټه پورته کولو سره د مهمو بیخ بنایانو د پراختیا لپاره د تکیې وړ او جامع حل لارې چارې وړاندې کړي.

مپنیا شرکت نه یوازې د ایران په داخل بلکې د سیمې په هیوادونو کښې هم سترې پروژې اجرا کړي دي او د یوه د باور  وړ برینډ په توګه پيژندل کیږي.

د مپنا ډلې یوه مهمه ځانګړتیا له نړیوالو شرکتونو سره د ملګرتیا کولو او د پوهې یعني د ټیکنالوژۍ د انتقال له لارې د پرمختللیو ټیکنالوژیو په ځايي کولو باندې تمرکز کول دي.

دغه شرکت د تحقیق او د پراختیا د مرکزونو په جوړولو ، د متخصص ځواک په روزلو او د ټیکنالوژۍ په پروژو کښې په پانګونې سره توانیدلی دی په نړیوال کیفیت سره محصولات او خدمات وړاندې کړي.

مپنا شرکت د ایران په داخلي بازار سربیره په عراق ، سوریې ، عمان، انډونیزیا او ځینو افریقايي هیوادونو کښې هم یو شمیر پروژې اجرا کړي دي

د پیچلیو پروژو په مدیریت کولو او  د سپمه وړ د حل لارو په وړاندې کولو کښې د دغه شرکت مدیریت او په سختو شرایطو کښې فعالیت دغه شرکت  د نړیوالو ملګرتیاو لپاره په یوه مناسب انتخاب بدل کړی دی.

د فعالیت حوزې :

۱ د بریښنا او د بریښنا کوټونو تولیدول

مپنا شرکت د حرارتي ، ترکیبي سیکل او د تجدید پذیر بریښنا کوټونو په ډیزاین کولو ، جوړولو او نصبولو کښې تخصص لري.

دغه شرکت تراوسه په ایران او ګاونډیو هیوادونو کښې د بریښنا کوټونو څه د پاسه پنځوس زره میګاواټه ظرفیت رامینځته کړی دی.

مپنا ډله توانیدلي ده د ګازي او د بړاس د ټوربینونو د ټیکنالوژۍ په ځاي کولو سره توانیدلی دی د ضروري تجهیزاتو واردولو ته ایران  اړوندوالی کم کړي.

۲ تیل ، ګاز او پیټرو کیمیکل

مپتا شرکت د تیلو او ګازو ، د انجنیري خدماتو ، د تجهیزاتو د تامینولو او د سترو او د کوچنیو پروژو په رامینځته کولو او اجرا کولو کښې خدمات وړاندې کوي.

مپنا شرکت د ګازو د دباو د پیاوړتیا د مرکزونو په جوړولو او د تیلو د چاڼ ځایونو او د پیټروکیمیکل ودانیو په جوړولو کښې مهم رول لوبولی دی او توانیدلی دی د دغه صنعت ځینې پیچلي ټیکنالوژیو ته په ایران کښې پراختیا ورکړي.

۳ د ریل ګاډو ټرانسپورټ

مپنیا په هغو محدودو ایرانیو شرکتو کښې راځي چې د بریښنایي او د ډيزلي لکوموټیو یعني انجونونو د طراحۍ او جوړولو په زمینه کښې فعالیت لري.

له نړیوالو شرکتونو سره ملګرتیا او د ټیکنالوژۍ انتقال سبب شوي چې مپنا شرکت وکولای شي په نړیوالو معیارونو سره انجونونه تولید کړي او د ایران د اورګاډو د چینل په پراختیا کښې رول ولوبوي.

۴ نوي ټیکنالوژیانې او سلامتیا

په تیرو کلونو کښې مپنا شرکت د طبي تجهیزاتو د تولید لکه د ایم ار ايي او د سي اسکن  ماشینونو په شان د طبي تجهیزاتو د جوړولو په شان حوزو او دغه راز اټوماشیون صنعتي ، د بریښنا د هوشمندو چینلونو او د انفارمیشن ټیکنالوژۍ په شان حوزو ته ورداخل شوی دی.