له وټکاف سره د عراقچي خبرې اترې تکذیب شوې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i164882-له_وټکاف_سره_د_عراقچي_خبرې_اترې_تکذیب_شوې
پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د لویدیځې آسیا لپاره د امریکا د ځانګړي استازي سره د خپلې وروستۍ لیدنې خبرونه رد کړل او ویې ویل: د ایران او امریکا ترمنځ مستقیم تماس یا خبرې اترې نه دي شوي.
(last modified 2025-09-21T10:17:45+00:00 )
Sep 21, 2025 14:46 Asia/Kabul
  • له وټکاف سره د عراقچي خبرې اترې تکذیب شوې

پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د لویدیځې آسیا لپاره د امریکا د ځانګړي استازي سره د خپلې وروستۍ لیدنې خبرونه رد کړل او ویې ویل: د ایران او امریکا ترمنځ مستقیم تماس یا خبرې اترې نه دي شوي.

د ایران خارجه وزیر سید عباس عراقچي په یوه مرکه کښې د لویدیځې آسیا په چارو کښې د امریکې له ځانګړي استازي اسټیو ویټکاف سره د خپلو خبرواترو په هکله د ځینو لویدیځو رسنیو د ادعاو په هکله وویل: دا خبره رښتیا نه ده.

ښاغلي عراقچي څرګنده کړه: البته د ایران او امریکې ترمینځ پيغامونه نیغ په نیغه او یا د ضرورت په وخت د واسطو له لارې تبادله کیږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د ارمیکې ترمینځ هیڅ ډول نیغ په نیغه اړیکه یا خبرې اترې نه دي شوې.