دښمن ترنظر لاندې لرو او غلطیانو ته به یې سخت ځواب ورکړو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i165174-دښمن_ترنظر_لاندې_لرو_او_غلطیانو_ته_به_یې_سخت_ځواب_ورکړو
پارس ټوډی – د ایران د پوځ قومندان په دې خبرې سره چې په پرله پسې ډول دښمن تر نظر لاندې لرو او د هغه له هر غلط کار سره به سخت چلند وکړو، وویل دښمن باید پوه شي چې د ایران ملت به په خپلو ظرفیتونو ، وسونو او لوړو ایډیالونو سره بریالی شي.
(last modified 2025-09-28T10:52:08+00:00 )
Sep 28, 2025 14:06 Asia/Kabul
  • دښمن ترنظر لاندې لرو او غلطیانو ته به یې سخت ځواب ورکړو

پارس ټوډی – د ایران د پوځ قومندان په دې خبرې سره چې په پرله پسې ډول دښمن تر نظر لاندې لرو او د هغه له هر غلط کار سره به سخت چلند وکړو، وویل دښمن باید پوه شي چې د ایران ملت به په خپلو ظرفیتونو ، وسونو او لوړو ایډیالونو سره بریالی شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ قومندان برید جنرال «امیر حاتمي» نن په تهران کښې د پوځ د افسرې د پوهنتونونو د محصیلینو د ګډې پوځي جامعه پذیرۍ د پینځویشتم پړاو د پاې په مراسمو کښې وویل: وسله وال ځواکونه په تیره بیا د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ د خپلواکۍ، د ځمکنۍ بشپړتیا او د سپیڅلي نظام د ساتلو او څارنې لپاره ډیر مهم ماموریت پرغاړه لري.

پارس ټوډی سایټ راپور ورکړی  برید جنرال حاتمي وویل:دښمن په خام خیال او غلطو محاسباتو سره د ایران امنیت ، ځمکنۍ بشپړتیا ، خپلواکۍ او اسلامي نظام له ګواښ سره مخامخ کړ خو په نهایت کښې د ایران د ستر ملت او د وسله والو ځواکونو په مقاومت کولو سره یې ماتي وخوړله او د ایران قدرتمنو وسله والو ځواکونو د ملت او د ټولو قواو د مشر په حکیمانه مشرۍ باندې تکیه کولو سره دښمن خپلو ناجایزو غوښتنو ته په رسیدا کښې ناکامه کړ او په هغه یې شکست وروتپه او د ایران ستر ملت بریالی شو.

برید جنرال حاتمي د ایران د وسله والو ځواکونو چمتووالی دائمي وباله او ټینګار یې وکړ دغه چمتووالی ډیر ارزښمن دی، مونږ په پرله پسې ډول دښمن تر نظر لاندې لرو او د هغه له هرډول غلط او تیروتلي کار سره به سخت چلند وکړو.

د ایران د پوځ مشر برید جنرال حاتمي په دولس ورځني جنګ کښې د ایران د ملت د شتون په هکله هم وویل د اسلامي ایران ستر او بصیرت لرونکي ملت په دولس ورځني تپلي جنګ کښې هوشمندانه او تر ټولو مهم رول ولوبوه او که چیرې ضرورت وي بیا به هم میدان ته راووځي او په مسوولیت منلو سره به خپل رول ولوبوي.

هغه په دې خبرې سره چې مونږ د ایران په پوځ کښې ځیر یوو چې څوک د ایران د ملت د شرف سرحدونو ته  تمه ونکړي وویل د ایران پوځ به په همیشنیو ویښو سترګو سره خپل ماموریت ترسره کړي.