مقاومت داسې توره ده،چې هرڅومره استعالیږي،نولاهم تیره کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i165440-مقاومت_داسې_توره_ده_چې_هرڅومره_استعالیږي_نولاهم_تیره_کیږی
پارس ټوډي- د انقلاب اسلامي د سپا پاسدارانو د قدس ځواک قوماندان سردار اسماعيل قاآني،وويل: صهیونیسټي رژیم په ميدان کې  د لبنان له حزب ا... څخه ماتې وخوړه.
(last modified 2025-10-04T10:16:12+00:00 )
Oct 04, 2025 12:25 Asia/Kabul
  • مقاومت داسې توره ده،چې هرڅومره استعالیږي،نولاهم تیره کیږی

پارس ټوډي- د انقلاب اسلامي د سپا پاسدارانو د قدس ځواک قوماندان سردار اسماعيل قاآني،وويل: صهیونیسټي رژیم په ميدان کې  د لبنان له حزب ا... څخه ماتې وخوړه.

 پارس ټوډي راپور ورکړی، د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک قوماندان  سردار اسماعيل قاآني،د جمعې په شپې   د ايران له لومړۍ ټيلويژنی  چینل  سره په مرکه کې، د لبنان ذ حزب الله د  شهيدو مشرانو سيد  حسن نصرالله او سيد هاشم صفي الدين د شهادت  د کليزې په مناسبت په لوړ څرګندونو کې وويل: که صهوینسټي  رژيم کولی شوئ، چې دپوځي عملياتو له لارې حزب ا... بې وسلې کړي، نو دې کار ته به ئې دوام ورکړی او نه به وائ دريدلي، خو کله ئې چې په ميدان کې ماتې وخوړله، نو پخپله ئې  د اوربند غوښتنه وکړه  څو یوه تازه سا واخلي.

په يوه ورځ کې حزب الله د صهیونیسټي رژيم په ضد له ۳۵۰ توغندیو زیات توغندي وویشتل

د اسلامی انقلاب اسلامي د سپا پاسدارانو د قدس ځواک قوماندان  زياته کړه: د  هغې دفاع په زمینې کې  چې د مځکني پرمختګ په واندې شوي  د حزب الله د  پراخو حملو او  عملياتو سختوالی  لا هم زيات شو. له لومړيو ورځو څخه صهیونیسټي  رسنیو  په ډ یرو نفسیاتي عملياتو سره هڅه کوله چې ښکاره کړي حزب الله نور  ختم شوى دی. څو  ورځې وروسته  ئې وويل چې د حزب الله توغندوي وړتيا ختمه شوې ده، خو د ميدان حقيقت ددې په اپوټه رابرسیره شو.

سردار قاآني يادونه وکړه: له اوربند دوه  ورځې مخکې توغندوي کارندوالی تر  دې حده رسیدلی ؤ چې په يوه ورځ کې حزب الله له ۳۵۰  توغندیو څخه زیات  لنډ ،متوسط او لر واټه توغندی  د صهیونیسټي رژیم د پوځي مرکزونو او تاسیساتو په ضد وکارول. هيڅ څوک دې ته اشاره نه کوي. صهیونیسټي رژیم  احساس کړه چې که دوام ورکړي،نو  معلومه نه ده له کوم برخلیک سره به مخ شي.

د اسلامی انقلاب  د سپا پاسدارانو د قدس ځواک قوماندان  روښانه کړه: کله چې مونږ  بدلونونو ته لا ژوره کتنه کوو، نو پوهيږو چې دا يو کال، په حقيقت کې د حزب الله د قوت ښودلو يو  زرین پړاؤ  و.

سردار قاآني د اکټوبر د  ۷ عملياتو د ورځې او د شهيد سيد  حسن نصرالله سره د ليدلو روايت

سردار قاآني د «طوفان الاقصي   عملياتو» د پيل ډول او په لومړيو شپو ورځو کې د فيصله کيدو او همغږۍ په اړه وويل: د اکټوبر د  ۷   ورځې په ماښام  لبنان ته ورسيدم. کله چې لبنان ته ورسيدل،څو  له شهيد سيد حسن نصرالله سره د پېښې او د ترسره شوي اقدام په اړه خبرې وکړم چې څه بايد وشي. نو  ومو کتل چې زه نه ،بلکې سيد له سهار څخه د دغې پېښې په اړه د ديني فرض او اسلامي او الهي مسؤليت په څیړنې بوخت و، نه سيدحسن نصر الله  او نه هم د حماس اصلي مشرانو له مخکې د عملياتو تفصيلي معلومات  نه درلودل. هغه زياته کړه: د اکټوبر د  ۷  عملياتو د پيلیدا  اعلان وروسته  له دې ؤ چې شهيد اسماعيل هنيه د الوتکې وآخوا ته  روان ؤ او د عراق په سفر تلو. خبر چې شهيد هنيه ته ورسيد، نو له هوايي ډګره بيرته ګرځي؛ ځکه چې  شهيد اسماعیل هنيه هم د عملياتو له پيلیدا هیڅ  خبر نه درلود. دا غافلګيري  د غزې د حماس غورځنګ د قوماندانانو د قوت، تدبیرونو  او خپلواکۍ او ځیرتیا ځانګړتیاؤ نښه ده.البته د عملياتو لوړ حساسيت  ایجابوي  چې  په همدې  شکل او  ناڅاپی وي.

صهیونیسټي رژيم  د سيد حسن نصرالله په شهادت کې له کيمياوي موادو څخه کار اخيستی

سردار قاآني  په دوام کې ووئيل؛د  صهیونیسټي رژيم   مسؤلانو تسليم کړې چې د تیریګر رژیم   د  ټولټال وړتيا  دریمه برخه  په جنوبي لبنان کې د لبنان حزب الله په لاس کې ګير شوې ده، له همدې امله نشي کولی چې پر غزې  نور  دباؤنه واچوي. دغه رژيم د قومانانانو  د شهادت او د پيجرونود چاودنو  له لارې د جګړې  انډول بدل کړ.  او هغه ځاي ته ورسيدل چې دا لوي جنايت پېښ شو او سيد حسن نصرالله ئې شهيد کړ. دا کار د وحشي رژيم  د هغو جناياتونو برخه ده  چې که د دغه  جنايت په اړه د څېړنې وخت  راورسیږي،نو د څيړنې  او ارزونې لپاره ډيرې خبرې شته دي .

د اسلامی انقلاب اسلامي د سپاه پاسدارانو د  قدس  ځواک قوماندان  د شهيد حسن نصرالله د شهادت ډول ته اشاره وکړه او وې ويل: صهیونیسټي رژيم د نړۍ تر ټولو سترو او لویو  بمبونو څخه کار واخيست. د د چاودیدو د قدرت رتڅنګ دغه وحشي رژيم له کيمياوي موادو  هم  هم کار واخيست. يعنې يولړ کيمياوي عمليات هم  شوي، يوازې  چاودنه  نه و. ځکه چې د دوي د  شهادت اصلي عامل  یوازې چاودنه  نه وه . سره له دې چې تدبيرونه ئې هم کړي وو، خو د موادو ډول داسې و چې د دوي د شهادت لپاره ئې  لاره هواره کړه. دا کوم  عادي عمليات نه و بلکې يوه  جنايتي جګړه وه.

د حزب الله په تیر يو کال کې په نوي ډول پنځيدا،نوښت په میدان کې د پاتیکیدا بیلګه

د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک قوماندان په دوام کې ووئيل؛ تر دې مخکې، د  لبنان حزب الله عموماً  په هغو جګړو کې چې ورباندې تپل شوې  شوې وې او د صهیونیسټي رژیم په مقابل کې د مقاومت کې په ګڼو پړاؤنو کې ئې پېژندل کېدل او البته چې هغه هم د مقاومت د کارنامې يوه ویاړمنه برخه ده. خو هغه څه چې په دې يو کال کې پيښ شول، د حزب الله د ظهور،نوښت او  په میدان کې  دشتون يو نوي ماډل و چې تر اوسه پورې ئې مخینه نه ده درلودلې  او هیچا ورته ماډل نه ؤ لیدلی. سردار قاآني وويل: په داسې حال کې چې حزب الله خپل  مشرسيدحسن نصرالله  له لاسه ورکړ، چې د لوړ دباؤنو،بندیزون،  ګواښونو او تنگڅو په اوج کې و، خو نه يوازې په شا نه شول ،بلکې په قدرت  او شجاعت سره،  یوې تاريخي  او مهم جګړې  ته داخل شول.

سردار قاآني همدا راز ټينګار وکړ؛ که ۲۰ کلونه نور هم د مقاومتي  جبهې سره  جګړه وکړي، يوه جبهه به  له منځه يونسي. د مقاومت ډول داسې دی لکه توره چې هره څومره ساتل کېږي، تيز کيږي. تاسو که له يمنيانو سره نه  ښکېلیدلی،  دلته به  رسېدلی وائ؟ اووه کاله مو له يمنيانو سره جګړه وکړه، په دې اووه کلونو کې له مقاومت سره ستاسو  عزت  له مینځه لاړ،. هغه ورځ چې تاسو وتښتېدئ، د يمنيانو د توغندي  واټن  ۸۰۰  کيلومیټرو ته ورسيد. حماس له هغو توغندیو څخه چې تاسو  ئې توغوئ  له هغو هم لا پیاوړي  بمبونه جوړوي او د تاسو په ضد ئې کاروي او په ورځ کې څو مره مرګ ژوبلې لرئ،؟. تاسو حماس پیاوړی کړی دی.د مقاومت په  جبهې  کې  دريدل د هغو ځانګړتياوو له امله ده چې د  مقابل  له جبهې  ډېرزیات  دی.