ولایتي: د ایران او چین اړیکې ستراتیژیک او ژور بنسټ لري
پارس ټوډی - د ایران د اسلامي انقلاب د رهبر سلاکار د چین له سفیر سره په کتنه کې د ایران او چین ترمنځ د تاریخي او غوره اړیکو په ژورتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: د دواړو هېوادونو اړیکې ستراتیژیک او ژور بنسټ لري.
د ایران د اسلامي انقلاب د رهبر سلاکار «علي اکبر ولایتي» په تهران کې د چین له سفیر «زونګ پیوو» سره په کتنه کې د ایران او چین ترمنځ د تاریخي او غوره اړیکو په ژورتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: د دواړو هېوادونو اړیکې ستراتیژیک او ژور بنسټ لري.
په دې کتنه کې دواړو خواوو د ایران اسلامي جمهوریت او چین ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو په پیاوړتیا او پراختیا ټینګار وکړ او د سیمه ییزو او نړیوالو تحولاتو په اړه یې نظرونه تبادله کړل.
دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو، نړیوالو او سیمه ییزو تحولاتو، په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو د پراختیا غوښتنې او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د دغه هېواد د لاسوهنو، او همدارنګه په غزه کې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو د واشنګټن د ملاتړ په اړه خبرې اترې وکړې.
ولایتي په دې کتنه کې د ایران او چین ترمنځ د تاریخي او غوره اړیکو په ژورتیا اشاره وکړه او ويې ویل: د دواړو هېوادونو اړیکې ستراتیژیک او ژور بنسټ لري او د سیمه ییزو او نړیوالو تحولاتو په رڼا کې د دواړو خواوو همکارۍ لا نورې هم پراخېدلی شي.