جنت له کوم ځایه پیلیږي؟ د پیغمبر (ص) لور ځواب ورکوي
- 
					
									ایراني لوبغاړی «سینا مهراد» د خپل مور لاسونه ښکل کړی  
پارس تودی- په داسې یوې نړۍ کې چي انسانان خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره، زیاتې هلې ځلې او اوږدې لارې کچوي، کله نا کله جنت د هغوی له قدمونو سره نژدې وي؛ د داسي یو کس تر قدمونو لاندې چي کلونه یې له منت او ځنډ پرته خدمت کړې؛ یعني مور
په اسلامي سنت کې، مور ته احترام یوازې یوه کورنۍ دنده نه، بلکې د شخصي معنویت او ټولنیز اخلاق یوه برخه ده. د پارس تودی له راپور سره سم، د اسلام د ګران پیغمبر (ص) لور حضرت بې بې فاطمه الزهرا (س) په دې اصل باندې په ټینګار سره فرمایي: «تل د مور خدمت وکړه، ځکه چي جنت د مور تر قدمونو لاندې وي، د دې کار پایله به جنتي نعمتونه وي.»
دا خبره یوازې یوه اخلاقي سپارښتنه نه ده، ارامښت ته د رسېدو لپاره، نقشه ده، د داسي یوې اړیکې د جوړولو لپاره چي په کښې مینه، احترام او خدمت معنا مومي. د مور خدمت، یعني د مینې په لارې باندې حرکت کول، یعني هره ورځ، جنت ته یو قدم نژدې کېدل.
مور، یوازنۍ کس ده چي حتی د ستړیا پر مهال هم درته دعا کوي؛ حتی کله چي کړېدلي وي، موسکۍ شي او شاید په همدې خاطر وي چي جنت د هغې تر قدمونو لاندې دی؛ ځکه چي د بې قید او شرط مینې لاره تل اسماني مقصد ته رسیږي.
د اسلام په مبارک دین کې چي عبادت له اخلاق سره، غوټه خوړلې ده، د مور خدمت، داسي یو عبادت چي د جنت د عطرو بوی ورڅخه ځي. دا حدیث شریف نه یوازې مونږ احترام او خدمت ته بولي، بلکې یادونه کوي چي جنت، تل په اسمانو کې نه؛ بلکې کله هم په هغو خاورو کې وي، چي د مور تر قدمونو لاندې دي.