د ایران ولسمشر د ایټمي تاسیساتو د بیارغونې خبر ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i166666-د_ایران_ولسمشر_د_ایټمي_تاسیساتو_د_بیارغونې_خبر_ورکړ
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان وویل چي تهران په لا زیات مضبوطوالې سره، خپل ایټمي تاسیسات ورغوي.
(last modified 2025-11-02T07:28:51+00:00 )
Nov 02, 2025 11:56 Asia/Kabul
  • د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان
    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان وویل چي تهران په لا زیات مضبوطوالې سره، خپل ایټمي تاسیسات ورغوي.

هغه په تهران کې د ایټمي انرژیو په سازمان کې له ایټمي مسئولینو سره په کتنه کې وویل: زموږ ټول ایټمي فعالیتونه د خلکو د ستونزو د حلولو او غیرپوځي مسایلو لپاره دي.

د ایران ولسمشر زیاته کړه: دښمنان هڅه کوي چې د ایران د ایټمي صنعت په اړه په ناسمو تبلیغاتو سره داسي وښیي ګواکې موږ د ایټمې بم د جوړولو پسې یو؛ په داسې حال کې چې موږ د رهبری د ستر مقام حضرت ایت الله خامنه ای  د فتوا پر اساس، د له جوړولو او کارولو څخه منعه شویو.

پزشکیان د ایران په ایټمي سایټونو باندې بریدونو ته په اشارې سره وویل: علم او پوهه زموږ د پوهانو په ذهنونو کې دی او د ودانیو او فابریکو له ویجاړولو سره به کومه ستونزه رامنځته نه شي؛ موږ به بیا او په ډېر قوت سره یې جوړ کړو.

هاخوا بیا د ایران د اسلامي جمهوریت د ملی امنیت شورا منشي محمدجواد لاریجاني هم ویلي دي چي که ایران د ایټمي بم د جوړولو هڅه وکړي، په دوې اوونۍ کې یې جوړولایشي، خو دا کار نه کوي ځکه چي حرام یې بولي.

لاریجاني وویل چي ایران له ټولې نړۍ سره، د خبرو دروازه پرانیستې ده، خو مذاکره توپیر کوي، دا امریکا پورې اړه نه لري چي ایران توغندوي اډې او ایټمي مواد  چیرته ساتي.

هغه یادونه وکړه چي ایران په خپلو ایټمي او توغندوي چارو کې هر یو کس ته د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.

د ایران د ملی امنیت د شورا منشي د دې په بیانولو سره چي ایران د ایټمي ټکنالوژیو د پراختیا پلوی دی، ټینګار وکړ چي ایران په دوو اوونیو کې ایټمي بم جوړولایشي خو په پرېکنده توګه وایي چي د ایټمي بم د جوړولو په لټه کې نه دی، او خبرو اترو ته تیار دی.