د پارسي لرغونې پندونه | خبرې بس دي؛ د کار وخت رسېدلی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i166714-د_پارسي_لرغونې_پندونه_خبرې_بس_دي_د_کار_وخت_رسېدلی
پارس تودی- ایراني لرغوني حکمتونه، د نن ورځې د ژوند لپآره د لارې څراغ دي. د دغو یوه ارزښناکه خزانه، هغه پند دی چي وایي په عمل سره کار بشپړه کیږي، نه په تشو وېنا.
(last modified 2025-11-03T10:21:36+00:00 )
Nov 03, 2025 14:50 Asia/Kabul
  • د پارسي لرغونې پندونه | خبرې بس دي؛ د کار وخت رسېدلی

پارس تودی- ایراني لرغوني حکمتونه، د نن ورځې د ژوند لپآره د لارې څراغ دي. د دغو یوه ارزښناکه خزانه، هغه پند دی چي وایي په عمل سره کار بشپړه کیږي، نه په تشو وېنا.

ایرانی ضرب المثل «په عمل سره کار کیږي نه په خبرو» په ځان کې د معنا یو سمندر ځای کړی او د خبرو نه د عمل په لورې د حرکت لپاره د لارې نقشه ده. د پارس تودی له راپور سره سم، د نن ورځې په نړۍ کې چي وېنا او وعدې په یوې عمومي توکې باندې بدلې شوې دي، دا ایراني ضرب المثل له هر وخت نه زیات ښکاره کیږي.

دغه ایراني پند په یوه ډېر ظریف لیکن پیاوړې بڼه کې، د کار د کولو په اړه د تشو خبرو او په عملي توګه د هغه د ترسره کولو تر مینځ د توپیر ښودنه کوي. ستونزه هغه وخت پیدا کیږي چي انسانان د عمل پر ځای خبرې کوي او پرې عادتیږي. د انسانانو ماغزه کله هم د هیلو په هکله یوازې په خبرو بسنه کوي، او ورڅخه د رضایت او خوښی احساس تر لاسه کوي، هغه احساس چي په اصل کې باید له عمل وروسته تر لاسه شي، په حقیقت کې هغه انرژي او اراده چي باید د کار د عملي کېدو لپاره استعمال شي، د خبرو لپاره کارول کیږي.

دا حکمت یوازې شخصي بریاو پورې نه محدودیږي، بلکې په ټولنیزو اړیکو کې د باور بنیاد جوړېدایشي. هغه ژمنه او وعدې چي په عمل سره، پلي نه شي، رو رو د نورو په نزد کې د باور سرمایه له مینځه وړي. په مقابل کې ، داسي یو کس چي کمط خبرې کوي لیکن تر هغه زیات عمل کوي، د تکیې وړ او د اصیل کس په توګه پېژندل کیږي.

په اصل کې په عمل سره کار مخته ځي په خبرو نه (به عمل کار برآید، به سخن‌ دانی نیست) په مدیریت او حتي ډیپلماسیو کې هم کار کوي، ولسونه او هغه سازمانونه چي خپل عملي کار نندارې ته وړاندې کوي، د هغو په پرتله چي تش شعارونه ورکوي زیات بریالي دي.

په پای کې، دا خبره مونږ د ځان پېژندلو ته رابولي. زمونږ څخه تپوس کوي: ایا هغه څه چي وایو، په عمل کې یې تر سره کوو؟ دا پوښتنه، د ځان د صداقت او رېښتنولۍ د جاجولو یو معیار دی. په دې خاطر، دغه ایرانی پند نه یوازې یو لرغونی شعار، بلکې د مسئولیت د منلو، صداقت او د راتلونکې د جوړولو لپاره یوه بلنه ده، او داسي راتلونکې ته بلنه ورکوي چي په خبرو نه بلکې په هلو ځلو او کوښښ سره رامینځته شوې ده.