قالیباف: د ایران او پاکستان د تړونونو بشپړېدل او عملي کېدل تعقیبوو
پارس ټوډې - د ایران د پارلمان رئیس اسلام اباد ته په رسېدو سره وویل: د ایران او پاکستان د تړونونو بشپړېدل او عملي کېدل تعقیبوو.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د اسلامي شورا مجلس رئیس محمد باقر قالیباف د چهارشنبې په ورځ اسلام اباد ته په رسېدو سره، د ایران او پاکستان ترمنځ په ټولو برخو کې د دوه اړخیزه اړیکو د اوسني کچې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: «په دې سفر کې به د دوو هېوادونو د اړیکو پراختیا، په ځانګړې ډول سیمهییزې همکارۍ تعقیب کړو.»
قالیباف زیاته کړه: ایران او پاکستان د دوو ګاونډیو هېوادونو په توګه، د اوسني وضعیت په پام کې نیولو سره، په اقتصادي، سیاسي او پارلماني برخو کې بېلابېلې اړیکې لري.
هغه د ایران او پاکستان د دولتي سکټورونو ترمنځ د اقتصادي راکړې ورکړې او همغږۍ یادونه وکړه او وې ویل: تهران او اسلام اباد په سوداګریزو، سیاسي او امنیتي همکاریو تمرکز لري.
قالیباف ټینګار وکړ چې د تېر وخت د تړونونو عملي کول، تعقیب او بشپړول هم د دې سفر په اجنډا کې دي.
د ایران د پارلمان رئیس همداراز وویل، په دې سفر کې به د دوو هېوادونو د ګاونډیتوب پر اهمیت ټینګار وشي او سیمهییزې او د اسلامي نړۍ مسلې به هم وڅېړل شي.
د پاکستان دوو مهمو ښارونو لاهور او کراچۍ ته سفر چې د دې هېواد کلتوري او اقتصادي مرکزونه دي، او له کلتوري، دیني، سوداګرو او تجارانو سره لیدنه هم د ایران د مجلس د رئیس د سفر په پلان کې شامل دي.