ایران په نړۍ کې تر ټولو ستر د خرما صادروونکی دی
پارس ټوډې - د ایران د خرما ملي میز کاري ډلې غړي وویل: ایران په کال کې د یو نیم میلیون ټنو خرما تولید او له ۳۰۰ زرو هکټاره زیاتې کښت ساحې او ۴۳۰ زرو ټنو صادراتو سره، په نړۍ کې تر ټولو لوی د خرما صادروونکی دی.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د خرما ملي میز کاري ډلې غړي ابوالقاسم محمدزاده د پنجشنبې په ورځ د ایران په جنوب په بوشهر کې د ملي خرما میز ناسته کې څرګنده کړه: مصر، عربستان، ایران، الجزایر، پاکستان، عراق، سوډان، امارات، عمان او تونس په نړۍ کې د خرما ۱۰ لومړني تولیدوونکي هېوادونه دي او ایران په کال کې د یو نیم میلیون ټنو خرما په تولید سره په درېیو لومړنیو هېوادونو کې ځای لري.
هغه یادونه وکړه: ایران په کال کې د ۴۳۰ زرو ټنو خرما په صادراتو سره، په نړۍ کې تر ټولو لوی صادروونکی ګڼل کېږي او وروسته له هغه عربستان په ۳۹۰ زرو ټنو او امارات په ۳۳۰ زرو ټنو په ورپسې ځایونو کې دي. د ایران د خرما صادراتو ارزښت شاوخوا ۴۳۰ میلیون ډالره اټکل کېږي.
محمدزاده د ایران صادراتي هدف بازارونه هندوستان، پاکستان، ترکیه، متحده عربي امارات، افغانستان، قزاقستان، چین، عراق او روسیه وبلل او زیاته یې کړه: د ایران په صادراتي خرما کې مضافتي، کبکاب، شاهاني، زاهدي، ربي، خاصويي او پیارُم ډولونه شامل دي.
د خرما ملي میز کاري ډلې غړي د خرما نړیوال حالت په اړه څرګنده کړه: په کال کې شاوخوا ۹ میلیون ټنه خرما په نړۍ کې تولیدېږي چې له دې کچې، اوه میلیون ټنه یې په تولیدوونکو هېوادونو کې مصرفېږي او یوازې دوه میلیون ټنه یې په نړیوال تجارت کې ځای پرځای کېږي.