بقايي: د ایران او امریکا ترمنځ مذاکراتي بهیر نشته
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i167416-بقايي_د_ایران_او_امریکا_ترمنځ_مذاکراتي_بهیر_نشته
پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند له تهران سره د خبرو اترو په تړاو د امریکا د ولسمشر ادعا غبرګون وښود.
(last modified 2025-11-19T12:26:38+00:00 )
Nov 19, 2025 16:55 Asia/Kabul
  • بقايي: د ایران او امریکا ترمنځ مذاکراتي بهیر نشته

پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند له تهران سره د خبرو اترو په تړاو د امریکا د ولسمشر ادعا غبرګون وښود.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي له ایران سره د خبرو اترو  په تړاو د ډونالډ ټرمپ د ادعا په اړه یادونه وکړه: اوس مهال د ایران او امریکا ترمنځ هېڅ ډول مذاکراتي بهیر نشته.

اسماعیل بقايي د امریکا له لورې د مکررو بدوژمنو او زیاتو غوښتنو سابقې ته په اشارې سره روښانه کړه: لکه څنګه چې د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي هم څو ځله ټینګار کړی، له هغه لوري سره خبرې اترې چې د خبرو دوه اړخیزه والي ته قایل نه دی، په خپل پوځي تیري او د ایراني بچیانو په وژلو ویاړ کوي او په ښکاره ډول غواړي خپلې غوښتنې تحمیل کړي، منطقي توجیه نه لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه د بلې پوښتنې په ځواب کې چې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر مسعود پزشکيان له خوا د عربستان ولیعهد ته لېږل شوی پیغام او امریکا ته د سعودي د ولیعهد سفر سره اړوندولو په تړاو، وویل: دا پیغام یوازې دوه اړخیزه محتوا لري او پکې له عربستان څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د تېر کال حج په مراسمو کې ایراني حاجیانو ته د ورکړل شویو خدماتو مننه او د سږ کال حج د بریالي ترسره کولو لپاره د همکارۍ او همغږۍ دوام اهمیت شامل وو.