د ایران اسلامی جمهوریت د خبرو اترو او عادلانه موافقې پلوی دی
پارس ټوډې – د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر له امریکا سره د خبرو اترو لپاره د ایران د موافق کیدا ترڅنګ وویل: په ۱۲ ورځني جنګ کې مو ډېر درسونه زده کړل او له هغې جګړې څخه هم اوس لا ډېر زیات چمتووالی لرو.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي پرونله اکانومیست خپرونې سره په مرکې کې وویل: مونږ یوې موافقې سره پخلا یوو، البته یک طرفه موافقه نه ،بلکې یوه عادلانه او متوازنه موافقه،ستونزه دا ده چې کله د امریکااوسنی حکومت د موافقې خبره کوي، په حقیقت کې غواړي خپلې غوښتنې پر نورو وتپي.
عراقچي د اکونومیسټ د خبریال دې پوښتنې ته په ځواب کې چې «پر ایران د اسرائيلو د یوې راتلونکي احتمالی حملې لپاره څومره چمتو یاست؟» وویل: مونږ د تېرې جګړې په پرتله لا زیات چمتو یوو. او که کومه تیروتنه وکړي، نو دې ځل به د تیر په نسبت لا کوتلی اوغاښ ماتونکی ځواب وويني . باید مقابل لوری دې پوهه شي ، چې مونږ د خبرواترو پلویان یوو ، خو داسې خبرې اترې چې د ایران د اسلامی جمهوریت حقوق او ګټې نه تامینوي ،هیڅکله به ئې ترسره نه کړو، هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې ووئيل؛ نړیوال اورګانونه دې باید خپل مسئولیّتونه وپيژني او له سیاسی پلویتوب دې لاس واخلي او خپل تخنیکي او فني تخصص دې وکاروي او د خپلو دندو په اساس دې فیصلې وکړي، کنه نو نو په نړئ کې به خپل اعتبار او باؤر نوره هم له لاسه ورکړي.
د ایران پر ضد د ډغرې پرېکړهلیک تصویب کول وضعیت نور هم خرابوي
پارس ټوډې – د ایټمی انرژۍ په نړیوال آژانس کې د چین دایمي استازي بیګا په یولړ څرګندونو کې وویل چې په د ايټمي انرژۍپه نړيوال آژانس کې د ایران پر ضد د تقابلي پرېکړهلیک لپاره دباؤ اچول یوازې وضعیت نوره هم خرابوي.
لي سونګ د آژانس د شورا په غونډې کې زیاته کړه: هغه هېوادونه چې بې ځایه له زور کار اخلي او په وسواسي ډول د دباؤ او ډغرې په لټه کې دي، د ایران د سولهییز ایټمي موضوع د اوسني وضعیت اصلي ګرَم دي.
نوموړي یادونه وکړه چې اسراییلو او امریکا د روان کال په جون میاشت کې د ایران پر هغو ایټمي مرکزونو برید وکړ چې د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس د سیف ګارډز تر څارنې لاندې وو، او د غه کار د ایران د ایټمي موضوع وضعیت ته خورا بنسټیز زیان ورسوه.
د چین لوړپوړي ډیپلومات په ټینګارسره وویل چې دا ډول برید باید د نړیوالې ټولنې او آژانس لهخوا په کلکه وغندل شي. هغه زیاته کړه چې د په سپتمبر میاشت کې د ایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس عمومي مدیر او ایران سره د «قاهرې توافق» لاسلیک کړی چې یو مثبت پرمختګ ؤ او باید د دواړو لورو د سیف ګارډز ملګرتیاؤ د پوره احیاء په لور ددواړو لورو لپاره د یوه مهم فرصت په توګه ورباندې عمل کیدلی ، خو خو د اروپائي ټرائيګایعني بریتانیا، فرانسې او جرمني د بندیزونو دبیرته ګرځولو لپاره د «میکانیزم ماشه» (اسنیپ بیک )فعال کړ او د ایران او آژانس ښه ملګرتیا ئې په جدي توګه زیانمنه کړه.
جنوبي افریقا امریکا ته: هېڅ هېواد باید سرزوري ونه کړي
د جنوبي افریقا ولسمشر، سیریل رامافوسا، په امریکا باندې په سختو نیوکې سره چې په دغه هېواد کې ئې د جي-۲۰ غونډه بایکاټ کړې، وویل: هېڅ هېواد حق نه لري چې پر بل هېواد د زور خبرې وتپی.
واشنګټن له جنوبي افریقا غوښتي چې دکابو ۴۰ هېوادونو په ګډون تر غونډې وروسته د ې د رهبرانو د غونډې ګډه اعلامیه خپره نه کړي.
رامافوسا د غونډې په پرانیستونکو مراسمو کې، په غیر مستقیم ډول امریکا ته په خطاب کې وویل: د هېڅ هیواد جغرافیه، عاید یا پوځ باید دا ونه ټاکي چې څوک د د خبرو کولو حق لري او څوک باید سپک او تحقیر شي.باید هرڅوک دې پخپلو حدودو کې خبره وکړي. او خپل حدې وپيژندي.
روسیه: زلنسکي د ډېرو مرګ ژوبلو سره سره شاتګ ته حاضر نه دی
په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر ، واسیلي نبنزیا، د اوکراین په اړه د امنیت شورا په غونډه کې وویل: د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زلنسکي، خپلو ځواکونو ته امر کړی چې تر وروستي عسکر پورې خپلې کرښې وساتي او هېڅ ښار له لاسه ورنه کړي.
نوموړي وویل: له دې واقعیّت سره سره چې د اوکراین ګڼ شمیر ځواکونه کلابند دي، له ډيرو مرګ ژوبلو ، جبری ریزرؤ کولو او د عامو خلکو د ژوند له خطرې سره له مخامخ کیدا سره سره، زلنسکي د ښارونو له لاسه ورکولو سره موافق نه دی او د ځواکونو د شاتګ مخنیوی کوي.
نبنزیا زیاته کړه: د اوکراین د رهبرئ دغه تاکتیکونه د جګړې د ډګر له واقعيتونو سره هېڅ تړاو نه لري او یوازې سیاسي بڼه لري.