د تهران پوهنتون لپاره علمي ویاړ؛ د نړیوال میکروالکترونیک المپیاد دویم مقام
Nov 24, 2025 05:07 Asia/Kabul
پارس ټوډې - د تهران پوهنتون د تخنیکي پوهنځي د برېښنا انجینیرۍ محصل محمدحسن آملي، په نړیوال میکروالکترونیک المپیاد Synopsys کې دویم مقام وګاټه.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، په دې معتبرې نړیوالې علمي سیالۍ کې چې د نړۍ د بېلابېلو پوهنتونونو غوره محصلانو پکې ګډون کړی وو، د تهران پوهنتون د برېښنا او کمپیوټر انجینیرۍ پوهنځي د لیسانس محصل محمدحسن آملي، د خپل ځلانده علمي فعالیت په مرسته دویم مقام وګاټه.
د یادونې وړ ده چې د Synopsys میکروالکترونیک المپیاد شلم نړیوال پړاو د ۲۰۲۵ کال د نوامبر په ۱۴مه په ارمنستان کې ترسره شو.
ټیګونه